په هند کې د افغانستان د وچو مېوې تود بازار

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان وچه مېوه په هند کې ښه او تود بازار لري. امان خان چې د هند د حیدراباد په ښار کې د افغانستان د وچې مېوې په سوداګرۍ بوخت دی، وایي له خپل کار څخه خوښ دی، خو د طالبانو د واکمنۍ وروسته د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې ستونزې ډېرې شوې دي.

امان خان چې پلار یې کلونه وړاندې هند ته کډه شوی و، په هند کې زېږېدلی دی او هلته ژوند کوي.