په بلخ کې د جارو کښت؛ د کوکنارو نوی بدیل

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو له لوري د کوکنارو په کرکېله له بندیز وروسته، په بلخ ولایت کې یو شمېر کروندګرو بدیلو کښتونو ته مخه کړې، چې په دې کې د جارو کښت هم شامل دی. کروندګر وایي، چې د جارو کر لږ لګښت لري، خو ګټه یې د نورو کښتونو په پرتله یوه اندازه زیاته ده.

د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ کروندګر حاجي سید ولي وایي، چې د کوکنارو په کرکېله له بندیز وروسته یې د جارو کښت ته مخه کړې. نوموړی هیله من دی چې یو جریب د جارو کښت د ۶۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زره افغانیو خرڅ کړي. که څه هم یو شمېر کروندګرو بدیلو کښتونو ته مخه کړې، خو هغوی شکایت کوي چې د خلکو اقتصادي حالت خراب شوی او په مارکیټ کې د پیرودلو توان کم دی.