د ننګرهار کروندګر: د نعناع لپاره مناسب مارکېټ نشته

Your browser doesn’t support HTML5

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ کروندګر شکایت کوي چې د نعناع حاصلاتو لپاره مناسب مارکېټ شتون نه لري او ډېری وخت کرلي فصلونه یې خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولی.

د محمد نصیر په نوم یو کروندګر، چې په شاوخوا دوه نیمه جریبه ځمکه کې نعناع کرلې، وایي چې ځمکه یې په اجاره نیولې ده، خو د بازار خراب حالت له امله، حاصلات یې ان د مزدورانو لګښت هم نه شي پوره کولی.
نوموړی زیاتوي چې نه پخواني او نه اوسني حکومت له دوی سره کومه مرسته کړې ده او ټول لګښتونه له خپله جیبه پرې کوي. هغه غوښتنه کوي چې که د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې ور سره وشي، حاصلات به یې یو څه عواید راوړي.