د امریکا  د سري خدمت ادارې د ټرمپ د امنیت په ساتلو کې پر خپلې ناکامۍ اعتراف وکړ

د امریکا سري خدمت ادارې د ټرمپ د امنیت په ساتلو کې پر خپلې ناکامۍ اعتراف وکړ

د متحده ایالاتو د سري خدمت اداره چې د امریکا د برحاله ولسمشر او پخوانیو ولسمشرانو د امنیت د ساتنې مسولیت په غاړه لري، په یو تازه راپور کې د جولای په ۱۳ د امریکا پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ باندې مرګونی برید تر یو حده د دغې ادارې د مامورینو ناکامي بللې ده.

د دغې ادارې داخلي تحقیقات ښيي‌ چې په اړیکو کې ستونزې،‌ د همغږۍ نشتوالي او پر ایالتي‌ او سیمه‌ییزو امنیتي‌ مسولینو باندې له حده زیاته تکیه د پټو خدمتونو د ادارې اقدامات تر اغیزې لاندې راوستي و.

د متحده ایالاتو د سري خدمت ادارې سرپرست رونالډ رو د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۰ (وږي ۳۰) په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:‌ "موږ نشو کولای چې خپل مسولیتونه نورو ته وسپارو یا یی پرېږدو. "

هغه وویل:‌ "د سري خدمت ادارې په سیمه کې نورو د قانون پلي‌کوونکو ته څرګند لارښود یا کړنلاره نه وه ښودلې،‌ د ډلې یو شمیر مخکښو غړو خپل کار په سمه توګه ترسره کړی،‌ خو د یو شمیر نورو له خوا د ځان نه رضایت د امنیتي پروتوکولونو د نقضولو لامل شو."

د جولای په ۱۳مه د توماس کروکس په نوم یو کس چې شل کلن و د پنلسوانیا ایالت په بتلر ښار کې د ډونالډ ټرمپ د وینا له ځای څخه ۱۴۰ متره لرې واټن کې د یوې ودانۍ له سره پر ټرمپ څو ډزې وکړې.

په دغه برید کې ډونالډ ټرمپ په غوږ ټپي شو او په غونډه کې یو ګډونوال ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

د متحده ایالاتو د سري خدمت ادارې سرپرست وویل چې د سیمې له امنیتي مسولینو سره د دغې ودانۍ په اړه خبرې شوې وې خو د امنیت په تړاو یې کافي‌ تدابیر نه و نیول شوي.

هغه وویل: "موږ باید ډېرمخامخ عمل کړی وی. دا فرضیه موجوده وه چې هغوی‌ (سیمه‌ییزو مسولینو) هغه ځای تر پوښښ لاندې راوستی دی خو د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره په څرګنده توګه تعقیب شوی نه و."

د هغو امنیتي‌ ستونزو له شمېرې چې په دغه راپور کې ورته اشاره شوې یوه یې د سیمه‌ییزو امنیتي‌ مسولینو او پټو خدمتونو د ادارې مامورینو ترمنځ د اړیکو څرنګوالی نه و څرګند شوی چې له امله یې د پټو خدمتونو د ادارې مامورین د یو شکمن کس د موجودیت په اړه بې‌خبره پاتې شول.

په سیمه کې امنیتي‌ ځواکونو د مخابرو له لارې په دې اړه اطلاعات شریک کړي و خو د پټو خدمتونو د ادارې مامورینو دغو مخابرو سره وصل نه و.

د راپور په اساس که چېرې د ټرمپ د ساتنې ډله د دې مسلې په اړه خبر درلودلی نو د شکمن کس د موندلو ترڅنګ به یې ټرمپ یو بل خوندي ځای ته انتقال کړی و.

رونالډ رو خبریالانو ته وویل د پټو خدمتونو د ادارې هغه پرسونل چې په دې برخه کې مسول ګڼل شوي ترې پوښتنې کېږي‌،‌ خو هغه په دې برخه کې د ځینو کسانو د استعفا په تړاو راپورونه رد کړل.

هغه وویل:‌ "دا اداره په ټول فدرال دولت کې د سزا ورکولو یو تر ټولو قوي جدول لري او دغه سزاګانې زموږ د انضباطي بهیر په اساس عملي کېږي."

رو زیاته کړه چې د جولای د ۱۳ پېښې څخه وروسته د پټو خدمتونو ادارې د امریکا د ولسمشر جو بایډن په شان د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ډونالډ ټرمپ او کاملا هریس امنیت هم ټینګ کړی دی.

خو هغه ټینګار وکړ چې لوړ امنیتي تدابیر ډېر لګښت غواړي او د متحده ایالاتو له قانون جوړوونکو څخه یې وغوښتل چې د دغې ادارې بودجه او پرسونل زیات کړي.

د متحده ایالاتو د پټو خدمتونو ادارې دا راپور یوه اونۍ وروسته له هغې خپرېږي چې د روانې اونۍ په پیل کې هم پر ټرمپ د برید یوه بله هڅه وشوه.

په دې پېښه کې یو تن کلاشینکوف ته ورته ټوپک د ټرمپ د ګلف کلب په لور په داسې حال کې نیولی و چې هغه په دې میدان کې لوبه کوله.

امنیتي چارواکو ویلي چې د ټرمپ د ساتنې ځواکونو له خوا پر دغه وسله‌وال کس باندې له ډزو وروسته هغه خپله وسله‌ پر ځمکه کېښوده او په خپل موټر کې له سیمې څخه وتښتېده خو له لږ ځنډ وروسته په یوه بله سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

دغه کس راین واسلې نومېږي، ۵۸ کلن دی او د هاوايي ایالت اوسېدونکی دی.

په دې پېښه کې ټرامپ ته زیان نه دی رسېدلی.