ترکیې په زلزله کې د نړېدلې یوې ودانۍ جوړوونکی په ۸۶۵ کلونو بند محکوم کړ

د ۲۰۲۳ د فبرورۍ د میاشتې په زلزله کې په ترکیې کې لږ تر لږه ۵۳ زره او په ورڅېرمه سوریې کې ۶۰۰۰ کسان مړه شول.

ترکیې د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې شپږمه) د یوې ودانۍ جوړوونکي ته چې د ۲۰۲۳ کال په زلزله کې نړېدلې وه او نږدې ۱۰۰ کسان پکې مړه شوي وو، د ۸۶۵ کلونو زندان سزا واوروله.

د ترکیې په جنوبي ادانا ښار کې د اپارتمانونو دغه ۱۴ پوړیزه ودانۍ د ۲۰۲۳ د فبرورۍ میاشتې په زلزله کې ویجاړه شوې وه. د ریختر په کچه په ۷.۸ درجې دغه زلزلې کې، په ترکیې کې لږ تر لږه ۵۳ زره او په ګاونډي سوریې کې ۶۰۰۰ کسان مړه شول.

د ادانا ښار د زلزلې له مرکز څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره فاصله لرله او ډیرې ودانۍ پکې خوندي پاتې شوې. خو د زلزلې سمدستي وروسته، په ۱۹۷۵ کال کې د جوړې شوې دغې ودانۍ نړېدو انتقادونه وپارول.

د اناتولیې خبري اژانس د راپور له مخې، محکمې د جمعې په ورځ حسن الپارګون د خلکو "په ممکنه عمدي وژنې او زخمي کولو" مجرم وباله.

د هغه په اړه ویل کیږي چې د زلزلې په ورځ شمالي قبرس ته تښتېدلی و او یوه اونۍ وروسته یې ځان امنیتي مسئولینو ته په لاس ورکړ.

دا مطلب هم ولولئ غیر معیاري ودانۍ؛ ترکیې د ۱۳۰ کسانو د نیولو امر کړی  

د هغه په محاکمه کې ماهرینو ددغې ودانۍ په استنادي ستونونو کې نیمګړتیاوو او د بې کیفیته سیمنټو کارولو ته اشاره وکړه.

الپارګون په خپله دفاع کې وویل چې د ودانۍ د جوړولو چاره د مسئولینو له خوا تائید شوې وه.

په ترکیې کې د تېر کال د خونړۍ زلزلې وروسته، د نړېدلیو ودانیو لږ تر لږه ۲۶۰ جوړوونکي او مسئولین له ترکیې څخه د تیښتې په حال کې ونیول شول.

زیاتره نیول شوي دغه پانګه اچوونکي په روان کال کې محکمې ته وړاندې شوي دي.