د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۲۰) وویل چې په افغانستان کې یې د ۲۱ "ستر مقیاس کانونو" د اکتشاف او استخراج چارې پیل کړې دي.
د طالبانو دغې ادارې د اکس په ټولنیزه شبکه کې په دې اړه په یو خپور شوي بیان کې وویل چې په دغو کانونو کې د اوسپنې، سرب، جست، سره زر، یاقوت، کرومایټ، سیمنټ، باریت او د ډبرو سکاره شامل دي.
دا کانونه چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې موقعیت لري لویه برخه یې د هرات د غوریانو او پښتون زرغون ولسوالیو د اوسپنې، د رباط سنګي ولسوالۍ د باریتو او د کرخ او اوبې ولسوالیو د ډبرو سکرو کانونه دي.
طالبانو ویلي چې په دې کې د تخار او بغلان ولایتونو د سرو زرو، د کابل د یاقوتو، د پروان د کرومایټو، او د غور ولایت د سرب او جستو کانونه هم شامل دي.
همدا شان په پروان، هرات او کندهار ولایتونو کې د سیمنټو د تولید لپاره د معدني موادو کانونه هم د طالبانو د ستر مقیاس کانونو د اکتشاف او استخراج په دې پروسه کې شامل دي.
طالبانو د دغو کانونو د تړونونو او استخراج د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې پراخې طبیعي زیرمې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې لري خو په دغه هېواد کې د اوږدې جګړې له کبله تر اوسه په معیاري ډول د دغو کانونو استخراج ته زمینه نه ده برابره شوې.
کابل کې د قیمتي ډبرو د پروسس مرکز جوړول
په همدې حال کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د یکشنبې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۲۰) راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت په کابل ښار کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس یو مرکز جوړوي.
په راپور کې راغلي چې د طالبانو د حکومت د اړوندو وزارتونو او ادارو چارواکو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د دغه مرکز د جوړولو پر طرحې باندې بحث کړی دی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي: "دې غونډه کې په کابل ښار کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس او خرڅلاو مرکزونو په جوړېدو او بهرنیو هېوادونو ته یې د لېږد... په اړه بحث شوی."
د دغه وزارت په وینا په دې غونډه کې کابل ته د قیمتي ډبرو د انتقالولو او د ډبرو د ارزښت ټاکلو او له دې لارې د عوایدو د راټولو په تړاو هم خبرې شوې دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت دغه راز ویلي چې د دې مرکز له خوا د کان کیندنې د جواز د صادرولو او د افغانستان طبیعي زیرمو ته د بازار موندنې پر سر هم بحث شوی دی.