په تبعید کې د اوسیدونکو کسانو د یاداښتونو صندوق
Your browser doesn’t support HTML5
د هند د هماچل پردیش ایالت په دهرمکوټ سیمه کې د ریتو سیرین په نوم هنرمندې یو صندوق ایښودلی چې له خپل وطنه تبعید شوي کسان پکې خپل خطونه اچوي. ریتي وایي چې دغه صندوق یې په ۲۰۰۰ کال کې پیل کړ او غواړي ۲۰۵۰ کې یې پرانیزي. هغه هیله لري چې دغه پيغامونه به راتلونکي نسل ته مهمې زده کړې ورکړي.