په پېښور کې د ګلدوزۍ د یو ډول ځانګړي هنر ژوندی ساتل

Your browser doesn’t support HTML5

په پېښور کې ریاض احمد یو داسې ځانګړی هنرمند دی چې د زغرو بوټو څخه د ترلاسه شوي توکو په کارولو سره د ورېښمو په ټوکرانو مغولي طرز ګلدوزۍ کوي. دا هنر چې نوموړي ته په میراث پاتې دی، په نړیواله کچه مینه وال لري. هغه ادعا کوي چې په پاکستان کې د دې هنر یوازینی وارث دی.