چرمي توکي؛ د افغان کډوالو د مهارتونو انځور

Your browser doesn’t support HTML5

افغان کډوال په پاکستان کې د ښو هنرونو او مهارتونو په درلودلو مشهور دي، ځکه چې هغوی کوربه هېواد ته یو لړ ګټور مهارتونه انتقال کړي دي. یو له دغو هنرونو څخه د څرمنې کاروبار دی. د خیبرپښتونخوا د پېښور ښار په 'افغان چرمي مارکېټ' کې هر تولید د استعداد، مبارزې او بریالیتوب کیسه لري.