د حقوقو افغانه محصله چې اوس پيښور کې منتو پلوري

Your browser doesn’t support HTML5

پيښور کې د منتو پلورونکې دغه افغانه پېغله وایي افغانستان کې د حقوقو محصله وه خو د طالبانو راتګ سره پاکستان ته په کډوالۍ مجبوره شوه. وایي د ښه ژوند په هیله راغلې وه خو دلته یې هم ژوند له ګڼو ستونزو ډک دی. شاهين افریدی ورسره غږیدلی او دغه راپور یې چمتو کړی.