د ټرمپ د حکومت لږ تر لږه ۱۳۰۰ غړي، چې وزیران، لوړپوړي مامورین او سفیران پکې شامل دي، باید د سنا مجلس لخوا تائید شي. خو ولسمشر ټرمپ ښايي د قانون له یوې ځانګړې لارې چې "د سنا مجلس د رخصتۍ پر مهال انتصاب" بلل کېږي، ګټه واخلي او له دې پروسې پرته خپل ټاکلي کسان په ټاکلو دولتي دندو وګوماري. دلته دې بهیر او اړوند مهمو ټکو ته یې لنډه کتنه شوې ده.
د سنا مجلس د رخصتۍ پر مهال ټاکنې
Your browser doesn’t support HTML5
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خپله کابینه جوړه کړې ده. د کابینې ځینې غړي د کانګرس د سنا مجلس لخوا تائید شوي، خو یو شمېر نور لا هم د تائید په تمه دي.