د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغه هېواد د مالیې وزارت ته لارښونه کړی، چې د یو سنټي سکې (پېني) تولید بند کړي، ځکه د دې سکې د جوړولو لګښت د هغې له اصلي ارزښت څخه ډېر دی. خو له ۹۰یمې لسیزې راهیسې د دې سکې د بندولو لپاره د پرله پسې هڅو سره سره،دا سکه لا هم د امریکا په مالي نظام کې پاتې ده.
د متحدو ایالتونو سنا د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰ (کب دویمه) د دغه هېواد د قانون د تطبیق د تر ټولو لویې ادارې فدرال تحقیقاتي بیرو (اف بي ای) مشرۍ ته د ولسمشر ټرمپ نوماند کیش پټیل تائید کړ.
د چټکو اقلیمي بدلونونو له امله نه یوازې د شمالي قطب بڼه بدله شوې، بلکې له چاپېریالي ګواښونو سره هممهاله، د لویو قدرتونو ترمنځ ددغه سیمې پر نویو سمندري لارو او بډایو طبیعي سرچینو د کنټرول لپاره سیالي هم زیاته شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خپله کابینه جوړه کړې ده. د کابینې ځینې غړي د کانګرس د سنا مجلس لخوا تائید شوي، خو یو شمېر نور لا هم د تائید په تمه دي.
ډونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په خپله وینا کې یې داسې ټکي یاد کړل چې د خپلې ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې به یې پلي کړي.
ډانلډ ټرمپ به د جنوري په شلمه نیته د لوړي تر مراسمو وروسته د متحده ایالتونو اوه څلویښتم ولسمشر شي. دا واک ته په تاریخي شکل د داسې یوه کس راستنیدل دي چې په نهو کلونو کې یې په یوه ویشل شوي هیواد کې جمهوري غوښتونکی ګوند بیا سره راجوړ کړ.
د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د امریکا حکومت د کال میلیاردونه ډالر طالبانو ته ورکوي.
په څه باندې یوه پیړۍ کې په لومړي ځل د امریکا یو ولسمشر له څلور کلنې وقفې وروسته بیا واک ته رسیږي. د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم په پایتخت واشنګټن ډي سي کې ترسره کیږي.
په متحدو ایالتونو کې د یکشنبې د ورځې له پیل را وروسته د ټولنیزې شبکې ټکټاک کارول بند شول او د اپل او ګوګل په انلاین زیرمو او مارکیټ کې هم دا اپ حذف شوی، خو ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې ممکن دا پرېکړه درې میاشتې وځنډوي.
د اسرائیل کابینې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو موافقه په غوڅ اکثریت تصویب کړه او ټاکل شوې ده چې دا موافقه د یکشنبې له ورځې څخه عملي شي.
د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسم چې ټاکل شوې وه د همدې روانې جنوري میاشتې په ۲۰ مې د کانګرس ماڼۍ په مخې کې وشي، د سړې هوا له کبله به د دې ماڼۍ دننه وشي.
د امریکا د فلوریډا ایالت سناتور مارکو روبیو چې د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته غوره شوی، د متحده ایالاتو پر داسې یوې بهرنۍ تګلارې ټینګار کړې چې پکې په نړۍ کې سولې او په متحده ایالاتو کې امنیت او سوکالۍ ته لومړیتوب ورکول کیږي.
نور پورته کول