د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اوزبیکستان د صدراعظم له مرستیال جمشید خواجه یوف سره په لیدنه کې له دغه هېواد څخه د طالبانو د بانکدارۍ سیستم د ظرفیت په لوړولو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
ملا برادر د شنبې په ورځ، فبروري ۲۲ (کب څلورم) د طالبانو د یو جیګپوړي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته سفر کړی او د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره یې د دوه اړخیزو دیپلوماتیکو او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مرستیالۍ په یو بیان کې ویلي چې ملا برادر له اوزبیکستان څخه غوښتي: "که د اوزبیکستان هېواد د بانکي چارو متخصصین د افغانستان د بانکي سکټور د ظرفیت لوړونې په برخه کې همکاري وکړي زموږ د بانکي سکټور د ظرفیت لوړونې لپاره به بهتره وي."
ملا برادر همداشان د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د بانکي انتقالاتو پر چټکتیا ټینګار کړی او له دې هېواد څخه یې غوښتي چې د افغانستان د بانکونو په غوښتنه نورو هېوادونو ته د اړوندو پولي انتقالاتو په برخه کې منځګړیتوب وکړي "دا به زموږ د بانکي سکتور او متقابلو بانکي اړیکو د پراختیا لامل شي."
د طالبانو دې لوړپوړي چارواکي دغه راز ویلي چې له اوزبیکستان سره د افغانستان د متقابلو بانکي اړیکو د پیاوړتیا لپاره دې د اوزبیکستان مرکزي بانک اسانتیاوې رامنځ ته کړي، ترڅو په دې برخه کې ځینې محدودیتونه لرې او د دواړو هېوادونو د ټولو بانکونو ترمنځ اړیکې پياوړې شي.
هغه همدا راز وړاندیز کړی چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې د دواړو هېوادونو له ملي پولي واحدونو څخه استفاده وشي.
همداشان د ملابرادر د دفتر له لوري په خپور شوي بیان کې راغلي چې دواړو خواو د سوداګرۍ او ترانزیت د پراخوالي او په افغانستان کې د اوزبیکستاني سوداګرو د پانګونې په اړه هم خبرې کړې دي.
د اوزبیکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو په بیان کې راغلي چې اوزبیکستان د طالبانو د حکومت له وړاندیزونو څخه هرکلی کړی دی او په دې برخه کې یې همکاریو ته چمتووالی ښودلی دی.
طالبانو په یو جلا بیان کې ویلي چې ملا برادر د اوزبیکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره په لیدنه کې هغه ته ډاډ ورکړی چې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو په اړه د طالبانو سیاست "بېطرفه او د نه مداخلې پر اصولو ولاړ دی او له دوی څخه هم دې اصل ته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه لري."
په بیان کې راغلي چې ملا برادر د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او سړکونو پراختیا مهمه او اساسي موضوع بللې او اوزبیکستاني لوري ته یې بلنه ورکړې تر څو د مزارشریف – هرات او له هغه ځای څخه کندهار ته د اوسپنې پټلۍ پروژه کې چې اوزبیکستان له ایران او چین سره نښلوي پانګونه وکړي.
هغه ویلي: "په دې سره به له جنوبي اسیا هېوادونو، ایران او چین سره د تاشکند سوداګري پراخه شي او دا به د سیمې په ثبات او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوی."
د طالبانو په بیان کې راغلي چې د اوزبیکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف په دې لیدنه کې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراخوالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد یې د تاشکند او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا په اړه له ټولو طرحو څخه ملاتړ کوي او د عملي کېدو لپاره به یې د دواړو خواو تخنیکي ډلې خپل کار ته دوام ورکړي.
د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه دا مهال تر کابو ۱.۷ میلیارد ډالرو رسېدلې ده.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت شاوخوا یوه میاشت وړاندې ویلي و چې افغانستان په روان لمریز کال کې د اوزبیکستان په ګډون د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو څخه د یو میلیارد او ۵۸۴ میلیون ډالرو واردات او د ۱۱۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.
طالبانو د بانکدارۍ ظرفیت لوړولو لپاره له اوزبیکستان څخه د همکارۍ غوښتنه کړې
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر