پيښور کې محصلینو لخوا د کتابونو نندارتون
Your browser doesn’t support HTML5
د خیبر طبي پوهنتون زده کونکو د کتابونو درې ورځنی نندارتون جوړ کړی چې پکې د پښتو، اردو او انګلیسي ادبیاتو سربیره، د طبابت، ساینس او څیړنې په برخو کې لیکل شوي کتابونه نندارې ته وړاندې شوي. تنظیموونکي وایي د دوي موخه د کتاب لوستلو دود ته وده ورکول دي.