د فاټا سوپر لیګ چې یو وخت پکې د پاکستان شاهین افریدي لوبه کوله
Your browser doesn’t support HTML5
د خیبر په لنډیکوتل سیمه کې د تاتارا کرکټ لوبغاړي کې روان د فاټا سوپر لیګ نوم لاندې سیالۍ خورا مشهورې دي چې پکې د شاهين شاه افریدي او عثمان شینواري په څیر د پاکستان د ملي لوبډلو ګڼ شمیر لوبغاړي لوبېدلي دي. شاهين افریدي ددغو سیالیو په اهمیت او شته ستونزو لوبغاړو او منتظمینو سره غږیدلی.