فراه کې د افغان پوځ یوه چورلکه غورځیدلې

افغان هوايي ځواکونه د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې ډیر له روسیې هلیکوپترو څخه کاراخلي.

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې د ملي اردو یوه چورلکه تیره شپه د دغه ولایت د خاک سفید ولسوالۍ په"رنج" کلي کې د تخنیکي ستونزو له امله اضطراري ناسته کړې وه.

د فراه د والي ویاند ناصر مهري وایي چې، دغې چورلکې له اضطراري ناستې څخه وروسته اور اخیستی دی او چاودنه یې کړې، چې له امله یې په چورلکه کې ناست دوه پیلوټان او دوه نښه ویشتونکي افغان سرتیري مړه شوي دي.

خو د افغانستان په ختیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند نجیب الله نجیبي وایي، د دغې چورلکې د راغورځیدو له امله، ټول پنځه تنه چې، دوه پیلوټان، یو انجینیرپیلوټ او دوه نښه ویشتونکي سرتیري دي مړه شوي دي.ویل کیږي دغه چورلکه د افغان ځواکونو د مهماتو لیږدونکي وه چې له هرات ولایت څخه فراه ته روانه وه.

خو وسلوالو طالبانو ویلي دي، چې د ملي اردو دغه چورلکه دوې په توغندي ویشتې او له منځه یې وړې ده.
د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې د څیړنو لپاره یې یو تخنیکي هیئت سیمې ته استولی دی.