د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک وروسته دغې ډلې د فبروري له ۲۹ څخه د اپریل تر ۱۹مې پورې سلګونه ولسي افغانان وژلي او ټپیان کړي دي.
د ملي امنیت شورا د طالبانو له خوا ولسي وګړو ته د مرګژوبلې اړولو او د هغوی یرغمل نیولو ته په اشارې ویلي چې دغه ډله د سولې د راوستلو په برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د فبروري په ۲۹مه په قطر کې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک کېدو وروسته "۳۳۷ ولسي وګړي وژل شوي، ۴۵۲ نور ټپیان شوي او طالبانو ۱۶۴ ولسي افغانان یرغمل کړي دي".
After the Feb. 29 US-Taliban deal, Taliban have failed to live up to their commitment to remain peaceful. They increased their campaign of terror immediately and harmed 100s of Afghan men, women and children. Taliban must match their actions with their claims about peace. pic.twitter.com/tsokHKXEDO
— Office of the National Security Council (@NSCAfghan) April 30, 2020
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څخه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې امریکا او متحدین یې د سولې له تړون څخه په سرغړونې تورن کړي و.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم روانه اونۍ په خپل راپور کې وویل چې د ۲۰۲۰ په لومړیو درېیو میاشتو کې د ۱۵۰ ماشومانو په ګډون ۵۳۳ تنه ولسي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.
یوناما د ولسي افغانانو د مرګژوبلې ۵۵ فیصده مسولیت د افغانستان د دولت د وسلهوالو مخالفینو په غاړه اچولی او ویلي یې دي چې دغو وسلهولو ډلو په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۸۲ غیرنظامیان وژلي او ۴۲۸ یې ټپیان کړي دي.
په دې راپور کې طالبان د ۳۹ فیصده ولسي مرګژوبلې مسول بلل شوي دي.