اترا: ۹۰ فیصده افغانانو مخابراتي خدماتو ته لاسرسی موندلی

د مخابراتي خدماتو د تنیظیم اداره (اترا) وايي چې په افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه سیم‌کارټونه فعاله دي او شاوخوا ۹۰ فیصده افغانان مخابراتي خدماتو ته لاسرسی لري.

د دغې ادارې سرپرست عم منصور انصاري د سې‌شنبې په ورځ د مارچ په ۱۰ (کب ۲۰) خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په مخابراتي سکتور کې په مجموعي ټوګه ۱۸۳ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې ده.

هغه زیاته کړه: "د مخابراتي شرکتونو د سایټونو شمېر ۷۰۷۳ ته رسېږي او په اوس وخت کې پنځه شرکتونه د هېواد په کچه مخابراتي خدمتونه وړاندې کوي".

ټیټ کیفیت او لوړې بیې

د دغې ادارې چارواکو وویل چې په هرو پنځلسو دقیقو کې د مخابراتي خدماتو کیفیت څاري خو سربیره پر دې د مختلفو لاملونو په سبب د مخابراتي خدماتو کیفیت ټیټ دی.

د اترا مرستیال بلال هاشمي وویل دولتي چارواکي، بهرني ځواکونه او ځينې اشخاص په نامحدود ډول له جمر (د آنټن غوڅولو آلې) څخه استفاده کوي چې د مخابراتو پر کیفیت منفي اغیزې کوي.

ښاغلي هاشمي د نظام د مخالفینو له خوا د د مخابراتي سایټونو ویجاړول او د فایبر د مزو غوڅول، د نوري فایبر د دویمې شبکې نشتوالی او د فریکونسیو په ویشلو کې محدودیتونه په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو د ټیټ کیفیت نور لاملونه یاد کړل.

هغه زیاته کړه چې مخابراتي شرکتونه باید د د فعالیت د جواز د شرایطو په اساس خپل خدمات وړاندې کړي او له هغې پرته به جریمه شي: "پنځه شرکتونه د مخابراتي خدماتو د ټیټ کیفیت له امله ۱.۲ میلیارده افغانۍ نقدي جریمه شوی دی".

د نوموړي پر وینا که څه هم دغې ادارې د مخابراتي خدماتو د بیو د راټیټولو لپاره هڅې کړي، خو زیاته یې کړه چې په افغانستان کې ځینې لاملونه د بیو د لوړېدو سبب کېږي.

ښاغلي هاشمي وویل که څه هم د پخوا په پرتله د شرکتونو ترمنځ د سیالیو له امله بیې راپریوتې دي، خو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په پرتله لا هم د مخابراتي خدماتو بیې لوړې دي.

هغه په لوړ معاش د مخابراتو په برخه کې د متخصصو بهرنیو انجنیرانو استخدامول، د مخابراتي سایټونو لپاره د جنراټورونو په واسطه د برېښنا برابرول، پر امنیتي مسایلو زیات مصرف، د ګمرکي محصول او د ځمکو د کرایې لوړوالی، په وچه کې د افغانستان د ایسارېدو له امله په سمندرونو کې د نوري فایبر له سب اسټیشن سره د نوري فایبر د شبکې نه وصلېدل، پر ترانزیت او د مخابراتي پایو پر حفظ او مراقبت باندې زیات لګښتونه د بیو د لوړوالي عمده لاملونه یاد کړل.

په افغانستان کې د مخابراتي او انټرنټي خدماتو د ټیټ کیفیت او لوړو بیو په تړاو زیات شکایتونه موجود دي او خلکو یې په وړاندې په وار وار اعتراضونه هم کړي دي.

شاوخوا یو کال مخکې د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کاروونکو د "اترا چېرته دی" کمپاین ترسره کړ او له دې لارې یې هڅې وکړې تر څو د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره خپلو مسولیتونو ته متوجه کړي.