افغان ځواکونو په روان کال کې د کوکنارو ۶۰ ټُنه تخم نیولی دی

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د نوي قانون پر بنسټ، له جواز پرته د کوکنارو د تخم او د بنګدانو کاروبار منع شوی دی.

د افغانستان د مسکراتو او نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزی عدلی او قضایی مرکز وايي، چې افغان ځواکونو د روان کال له پیل څخه د زمري میاشتې تر ۲۱ د کوکنارو څه باندې ۶۰ ټُنه تخم نیولی دی.

د دغه مرکز ویاند احمد خالد مؤحد امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې د دغو موادو د ساتنې او انتقال په تور ۱۲ کسه هم نیول شوي او دوسیې یې د عدلي او قضايي تعقیب لپاره ځانګړې محکمې ته سپارل شوې دي.

ښاغلي مؤحد زیاته کړه "دغه کسان په پکتیا، نیمروز او بغلان ولایتونو کې د کوکنارو د تخم د ساتلو او انتقال په تور نیول شوي دي او اوس د مسکراتو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې په عدلي او قضايي مرکز کې تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې دي".

د هغه پر وینا، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په قانون کې له تعدیلاتو او د جزا د کوډ له تصویب وروسته، له جواز پرته د کوکنارو د تخم او د بنګدانو ساتل، انتقال او پیر او پلور جرم ګڼل کیږي او سرغړونکو ته یې د ۵ زره افغانیو نقدي جریمې تر څنګ تر لسو کلونو د حبس سزا ورکول کیږي.

ښاغلي مؤحد ټینګار وکړ، هغه کسان چې د صنعت، طبابت او نورو موخو لپاره د کوکنارو د تخم او بنګدانو په کاروبار کې بوخت دي، د مخدره موادو د نوي قانون پر بنسټ، لومړی باید د مخدره موادو د تنظیم کمېټې څخه جواز ترلاسه او خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

د خالد مؤحد پر وینا، که څوک له جواز پرته د خشخاشو او بنګدانو کاروبار ته دوام ورکړي، د قانون له مخې د هغوی مال ضبط او ورته سزا ورکول کیږي.

هغه زیاته کړه، که څوک په خپله خوښه د یوې میاشتې په ترڅ کې د خشخاشو او بنګدانو له کاروبار څخه لاس واخلي او دغه مواد اړوندو دولتي ادارو ته وسپاري، تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې نه راوستل کیږي.