د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د سولې مرکچي پلاوو په قطر کې دویمه عمومي غونډه کړې چې په کې دواړو خواو د مذاکراتو په تګلاره کې د اخلافي مسایلو پر حل ټینګار کړی.
د افغان دولت د پلاوي یو غړي نادر نادري د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۴ (تلې ۲۳) په خپل ټویټر لیکلي چې په دې غونډه کې د دواړو خواو د مرکچي پلاوو غړو حضور درلود او پر اختلافي مسایلو یې خبرې وکړې.
ښاغلي نادري زیاته کړې: "ټینګار وشو چې د دواړو خواو د تماس ډلې دې ژر تر ژره د اختلافي موضوعاتو لپاره د حل لارې وړاندې کړي".
A meeting between the negotiating team of the Islamic Republic of Afghanistan with the other side was held this evening. The heads & members of both delegations discussed disputed issues and emphasized that the contact groups meet again to present solutions.
— Nader Nadery (@N_Nadery) October 14, 2020
همداشان په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ هم ویلي چې د سولې د مرکچي پلاوو دواړو مشرانو په دې غونډه کې خپلې غوښتنې مطرح کړي او په لا سمه توګه یې د سولې د مذاکراتو په پرمخ بیولو ټینګار کړی دی.
ښاغلي وردګ په خپل ټویټر کې لیکلي چې د دواړو خواو د تماس ډلو ته دنده سپارل شوې ترڅو د بینالافغاني مذاکراتو به تګلاره کې د اختلافي مسایلو د حل لپاره بحثونو ته دوام ورکړي.
1-2 This evening, a general session took place between the negotiating teams of Intra-Afghan negotiations. Both teams%27 heads recommended and talked about this process to be pushed forward in a good manner.
— Dr.M.Naeem (@IeaOffice) October 14, 2020
د افغان دولت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د اګست په ۱۲ (وږي ۲۲) د سولې د مذاکراتو غونډه په رسمي ډول پرانیستل شوه، خو د مذاکراتو د تګلارې په جوړولو کې د اختلافي ټکو د رامنځ ته کېدو له امله د دواړو خواو ترمنځ د سولې رسمي خبرې لا نه دي پیل شوي.