افغان حکومت: طالبان دې د سولې لپاره خپل ښه نیت وښيي

Ghani Taliban

د افغانستان د جمهوري ریاست سلاکار وحید عمر وايي، چې افغان حکومت د زندانیانو په تبادلې سره د سولې د مذاکراتو د پیلولو لپاره خپل ښه نیت څرګند کړ، اوس طالبان هم باید خپل ښه نیت وښيي.

ښاغلي عمر چې په د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل، د طالبانو مشران دې په افغانستان کې، پر جګړې د مدیریت ښودلو لپاره باید اوربند وکړي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د سولې په اړه خلکو ته خپل چمتوالی عملاً وښيي. د دې لپاره چې طالبان په ریښتیني ډول خپل ښه نیت څرګند کړي او وښيي چې په خپلواکه توګه عمل کوي... له بین‌الافغاني مذاکراتو څخه مخکې باید اوربند ومني، په دې برخه کې خبرې دوام لري".

ښاغلي عمر د افغان سولې په بهیر کې د نړیوالې ټولنې له هڅو څخه هرکلی وکړ، خو وې ویل که د افغانستان خلک او حکومت په دې پروسه کې ګډون ونلري، دغه هیواد به د جګړې او بحران په لور لاړ شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر او د سیمې او نړۍ د یو شمېر هیوادونو د لوړپوړو دیپلوماتونو تر منځ د لیدو کاتو لړۍ یوځل بیا پیل شوې ده.

طالبانو ویلي، چې پرون د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا او وړمه ورځ د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزیل په دوحه کې د طالبانود سیاسي دفتر مرستیال عباس ستانکزي سره لیدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د دغو لیدنو په اړه په خپل ټویټر کې لیکلي: "پدې کتنو کې دواړو لوریو د هیواد په روان وضعیت او همداشان د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل او د سولې د روانې پروسې په هکله خبرې وکړې".

له دې وړاندې هم د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په لیدنه کې، د افغانستان د سولې او یو لړ نورو مسلو پر سر خبرې کړې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بندېدو له شاوخوا دوه میاشتني ځنډ وروسته دواړو خواو یوځل بیا غیررسمي خبرې پیل کړې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شاوخوا دوه میاشتې مخکېله طالبانو سره د سولې د خبرو تر بندېدو وروسته، له یوې امریکايي رسنۍ «فاکس نیوز» سره په تازه مرکه کې ویلي، چې له طالبانو سره د سولې پر هوکړې کار کوي.