امنیتي ځواکونو د کابل پوهنتون دوه استادان نیولي

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، چې امنیتي ځواکونو د کابل پوهنتون دوه تنه استادان نیولي دي.

د دغه وزارت ویاند فیصل امین امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې دغه استادان له پوهنتون څخه بهر د ملي امنیت ریاست منسوبیونو نیولي دي.

ښاغلي فیصل د دغو استادانو د نیولو په اړه زیات جزئیات ورنکړل خو وې ویل: تر اوسه د ملي امنیت ریاست له خوا موږ ته کوم رسمي لیک یا اطلاع نه ده رسیدلې، چې موږ یې جزئیات له رسنیو سره شریک کړو، خو موږ تائیدوو، چې زموږ دوه تنه استادان له پوهنتون څخه بهر نیول شوي دي".

ښاغلي فیصل د نیول شویو استادانو د هویت په اړه او دا چې ولې نیول شوي دي څه ونه‌ویل خو زیاته یې کړه، چې دواړه استادان د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استادان دي.

ځینو سیمه‌ییزو رسنیو ریپوټ ورکړی، چې د مولوي معروف راسخ او عبدالظاهر داوي په نوم د شرعیاتو پوهنځي استادان د سخت‌دریځۍ د افکارو د خپرولو په تور د ملي امنیت ریاست له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم د ملي امنیت ریاست په کابل کې د ابو عبید‌الله متوکل په نوم د پوهنتون یو استاد او د جومات خطیب، د داعش لیکو ته د محصلینو د جلب او جذب په تور نیولی وو.