پاکستان د ډیورېند پر کرښه دکټارو په لګولو ۴۸۳ میلیون ډالر لګوي

د افغانستان د قبایلو وزارت وايي د تاریخ په اوږدو کې ډیورېنډ کرښه د سرحد په توګه په رسمیت پېژندل شوې نه ده

پاکستاني چارواکي هیله مند دي چې تر ۲۰۱۹ کال پورې به د ډیورېنډ پر کرښې د اغزنو کټارو د لګولو پروژه ۹۲ فیصده ختمه کړي.

د ډیورند کرښه شاوخوا ۱۵۰۰ کیلو متره ده چې د پاکستاني چارواکو په وینا د اغزنو کټارو په لګولو باندې پرې ۴۸۳ میلیون ډالر لګښت راځي.

اسلام اباد وايي د دغه اغزن تار د لګولو هدف د "ډیورند له بلې غاړې څخه ترهګر پاکستان ته داخل نشي" او ورانکارۍ ونکړي. یو پاکستاني پوځي چارواکي نثار چې یو شمېر خبریالان یې د دغې پروژې لیدلو ته بیولي وو، وویل "د خپل هېواد د ښه امنیت لپاره دا کار کوو."

افغان حکومت په وار وار د پاکستان له لوري پر ډیورند د اغزن مزو او کټارو په لګولو باندې انتقاد کړی دی او وايي چې د ترهګرو د مخنیوي لپاره باید د هغوی پناه ځایونه او روزنځایونه ختم شي او دا خنډونه د ډیورنډ د کرښې په دواړو خواو کې پراته قبایل جلا کوي.

له کلونو کلونو راهېسې دا قبایل له کومې ویزې پرته دواړو خواو ته تګ راتګ کوي. د پاکستان پوځ پر دغې پروژې تېرکال کار پيل کړ.

پر ډیورنډ کرښې دا مزې او کټارې داسې جوړیږي چې د "پاکستان پر خوا جګوالي ۱۳ فوټه او د افغانستان پر خوا ۱۱ فوټه لوړ" دي او د مزو پر سر تېره میخونه لګول شوي اوړېدل سخت بلل کیږي. د پاکستان پوځ وايي تر ۲۰۱۹ کال پورې به د دغې پروژې ۹۲ فیصده بشپړه شي.

د ان بي سي نیوز ته یو پاکستاني چارواکي ویلي دي چې د اوس لپاره د بلوچستان په ایالت کې یې یوازې په څه باندې څلور کیلو مترو باندې اغزن مزي لګولي دي. دغلته د ډیورنډ ۷۸۹ کیلو متره کرښه ده.

پاکستاني چاروکي وایي له بلوچستان وراخوا د ډیورند کرښې په بلې برخې کې بیا د ۵۱۶ میلو څخه شاوخوا ۱۴۶ میله کرښې باندې اغزن مزي لګولي دي، خو وايي ځینې برخو باندې ځکه مزي نشي لکول کېدی چې غرنۍ او لوړې دي.

په همدې حال کې د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې دوی په شاوخوا ۱۸۶ کیلو متره کرښې په اوږدو کې ۶۴ امنیتي پوستي او سنګرونه لري خو افغانستان یوازې اته دا ډول امنیتي پوستې او سنګرونه لري.

انګریزانو په ۱۸۹۳میلادي کال کې د ډیورند کرښه جوړه کړه او افغان حکومت یې په رسمیت نه پېژني.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال محمد یعقوب احمدزي ان بي سي ته وویل "تاریخ په اوږدو کې دا اوسنی سرحد په رسمیت نه دی پېژندل شوی. په دواړه خواو کې پراته قومونه وروڼه دي. تاسو هغوی بېلولی نشئ."