تیرکال د افغانستان د مخدره موادو ارزښت تر شپږ میلیارد ډالره وو - سروې

تیرکال په افغانستان کې پر ۳۲۸ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

په افغانستان کې تیر کال د کوکنارو د تولید د کچې د زیاتوالي په اړه د افغان حکومت او له مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې (UNODC) ګډه سروې ښيي، چې په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان له مخدره موادو څخه تر ۶ میلیارد ډالره عواید ترلاسه شوي دي.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت او د UNODC دفتر، د دوشنبې په ورځ (مې ۲۱) په افغانستان کې د ۲۰۱۷ کال د مخدره موادو د اقتصادي او ټولنیزې سروې جزئیات له رسنیو سره شریک کړل.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت مرستیال جاوید احمد قایم د دغې سروې د جزئیاتو د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې تیرکال په افغانستان کې د جګړو، ناامنیو، اداري فساد، سیاسي بې‌ثباتي، اقتصادي ستونزو او په یو شمیر سیمو کې د حکومت د کنټرول او د قانون د حاکمیت د نشتوالي له امله د مخدره موادو د کر او تولید کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوه.

هغه وویل "تیرکال د مخدره موادو اقتصادي ارزښت په افغانستان کې د ۴ او ۶ میلیارد ډالرو ترمنځ محاسبه شوی دی...تیرکال ارقام ډیر لوړ وو، له هغې وړاندې به شمیرې معمولاً ټيټې وې له ۳ میلیاردو څخه نه لوړیدې".

د ښاغلي قایم پر وینا، له دې شمیرې څخه تر ۱.۴ میلیارد ډالره بزګرانو او پاتې د مخدره موادو مافیا ترلاسه کړي دي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت دغه چارواکي زیاته کړه، چې د افغانستان د تریاکو شاوخوا ۵۰ فیصده په کور دننه هیروئینو ته اړول شوي، چې له امله یې په دغه هیواد کې نامشروع اقتصاد پراختیا موندلې ده.

د افغانستان د مخدره موادو اقتصادي او ټولنیزه سروې، چې په ۱۳۰۰ کلیو کې له څه باندې څلور زره بزګرانو سره د مرکو له لارې ترسره شوې ښيي، چې د پخوا په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې د هغو بزګرانو په شمیر کې ۱۱ فیصده زیاتوالی راغلی، چې په خپلو ځمکو باندې یې کوکنار کرلي دي.

په سروې کې راغلي، چې د افغانستان ۵۷ فیصده بزګران خپل کلني عواید د کوکنارو د کر له لارې ترلاسه کوي او مطلق اکثریت یې د دولت وسله‌والو مخالفینو ته د کوکنارو د حاصلاتو مالیه ورکوي.

په افغانستان کې له مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر(UNODC) رئیس مارک کولهون وویل، چې د مخدره موادو جرمي اقتصاد، په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ او ناامنيو لامل شوی او د شخصي پانګونې او مشروع کرنې مخه یې نیولې ده.

د ښاغلي کولهون د اټکل له مخې، له مخدره موادو څخه د افغانستان د جرمي اقتصاد عواید د دغه هیواد د ټول کرنیز سکتور له عایداتو سره برابر دي او د مافیايي فعالیتونو پراختیا ته یې زمینه برابره کړې ده.

هغه وویل "دا نا مشروع عواید چې د مخدره موادو له کاروبار څخه ترلاسه کیږي، له هغو عوایدو سره مساوي دي، چې د دغه هیواد له ټول کرنیز سکتور څخه ترلاسه کیږي. دا نامشروع عواید د ۴.۱ نه نیولې تر ۶.۶ میلیارد ډالرو ترمنځ دي، چې د افغانستان د شلو نه نیولې تر دیرش فیصده ناخالصه عوایدو سره برابر دي".

ښاغلي کولهن زیاته کړه، تیرکال په افغانستان کې په ۳۲۸ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو او ۹۰۰۰زره ټُنه اپین ترې حاصل واخیستل شو، چې دغه شمیرې د ۲۰۱۶ کال په پرتله د کوکنارو په کر کې ۶۳ او د اپینو په تولید کې ۸۷ فیصده زیاتوالی ښيي.

وړم کال په افغانستان کې په ۲۱۰ زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو او ۴۷۰۰ ټُنه اپین حاصل ترې پورته شوی وو.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت تمه ښودلې، چې د تیرکال فعالیتونو او اوسنیو برنامو ته په پاملرنې سره، په روان کال کې به په افغانستان کې د کوکنارو د کر کچه راټیټه شي.