د افغانستان ملي تدارکاتو ادارې تر سلو زیات شرکتونه په تور لیست کې اچولي

د افغانستان د تدارکاتو ملي ادارې، تر سلو ډېر خصوصي شرکتونه د دې ادارې په تور لیست کې شامل کړي دي

د افغانستان د تدارکاتو ملي ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې تر سلو ډېر خصوصي شرکتونه یې د قوانینو د نقضولو په خاطر د دې ادارې په تور لیست کې شامل کړي دي.

ددې ادارې ریس یما یاري نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې د حکومت مهم لومړیتوبونه له فساد سره د مبارزې په موخه د تدارکاتي نظام اصلاح ده او تر دې مهاله د قرار دادونو په برخه کې د ۱۸ میلیارده افغانیو سپما شوې ده.

ښاغلي یاري وویل چې دې ادارې د ۳۴۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت څه باندې ۲۱۰۰ قرار دادونه منظور کړي دي.

هغه همدارنګه وویل" تر سلو زیات هغه خصوصي شرکتونو چې د افغانستان په تدارکاتو کې یې په یو ډول ګډون کړی وو او یا یې غوښتل ګډون وکړي، زموږ په تور لیست کې شامل شول، د د دې شرکتونو د وړاندیزونو او ښه کار ترسره کولو لپاره د ضمانت په میلیونونو افغانۍ ضبط شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوې دي.

ډیری دغه شرکتونه د بانکي حسابونو، مالي وړتیا، ناسمو ضمانت لیکونو اړوند د ناسمو معلوماتو د وړاندې کولوله امله د محرومو شرکتونو په لیست کې شامل شوي دي.

ښاغلي یاري وویل چې دا شرکتونه سربیره پر دې چې له داوطلبیو څخه بې برخې شول، لویې څارونوالۍ ته هم دجعل او تزویر له امله معرفي شوي دي، چې دا د قانون له مخې جرم دی.

د افغانستان د ملي تدارکاتو ریس وویل چې، افغانستان شاوخوا ۲۰ فیصده ناخالصه داخلي تولیدات لري چې نږدې د هېواد د ملي بودیجې نږدې ۵۰ سلنه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د معاونیت دفتر په ورستیو کې" په افغانستان کې له فساد سره مبارزه، د یوې بلې جګړې ډګر" تر سرلیک لاندې راپور خپور کړ، چي په کې ویل شوي د افغان دولت له خوا د مالي فعالیتونو مدیریت ښه شوی دی چې د تدارکاتي، مالي او غیر مالي، او ګمرکي عوایدو زیاتېدو په برخو کې روڼتیا رامنځته شوې ده.