د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیدانو نوم‌لیکنه پیل شوه

د انتخاباتو د مهالویش په اساس، نن د پنجشنبې ورځ د (مرغومي/جدي ۱۳مه) د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم‌لیکنې لومړۍ ورځ ده.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات امریکا غږ – آشنا ته وویل، د جمهوري ریاست د کاندیدانو د نوم‌لیکنې پروسه نن رسماً پیل شوې.

عبدالطیف پدرام لومړنی کاندید و چې په دغې پروسې کې یې نوملیکنه وکړه.

ښاغلي سادات وویل چې تر اوسه لسګونو کسانو له دغه کمیسیون څخه د جمهوري ریاست د کاندیدانو معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړي دي "تراوسه پورې ۷۳ کسانو معلوماتي بستې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه ترلاسه کړي دي او د جدي له اول تر دولسمې نیټې پورې موږ وخت د معلوماتي بستو ویشلو ته ځانګړی کړی وو".

په دغو کسانو کې دوه ښځې هم شاملې دي.

د ښاغلي سادات پر وینا، د کاندیدانو د نوم‌لیکنې پروسه د مرغومي میاشتې تر پایه دوام کوي.

د انتخاباتو د کمیسیون د معلوماتو له مخې، تر اوسه یواځې عبداللطیف پدرام د احسان‌الله حیدري او محمدصادق وردک په مرستیالۍ رسماً ځان کاندید کړی دی.

ټاکل شوې وه، چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د ۱۳۹۸ کال د وري/حمل په ۳۱مه وشي، خو د انتخاباتو کمیسیون د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله د دغو انتخاباتو نیټه د راتلونکي کال د چنګاښ/سرطان ۲۹مې ته وځنډوله.

افغان حکومت، ملګرو ملتونو او امریکا سفارت د انتخاباتو د کمیسیون له دغې پریکړې هرکلی کړی، خو یو شمیر سیاسي ګوندونو او له انتخاباتو څخه د څار بنسټونو دا د اساسي قانون او د انتخاباتو د قانون خلاف عمل بللی دی.