د جمهوري ریاست ټاکنو ته د نوم لیکنې بهیر پیل کیږي

د جمهوري ریاست د کاندیدانو د نوم‌لیکنې بهیر د شنبې په ورځ رسماً پیلیږي او د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې تر اوسه شپږو کسانو په کتبي ډول د دغو انتخاباتو د کاندیدۍ معلوماتي کڅوړې له کمیسیون څخه ترلاسه کړي دي.

د دغه کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د کاندیدۍ دا کڅوړې په آنلاین بڼه هم د لاسرسي وړ دي او ښايي زیات شمیر نورو کسانو هم د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیدو لپاره ترلاسه کړي وي.

هغه وویل"موږ تیره ورځ چې د لیندۍ ۲۸مه وه، د جمهوري ریاست انتخاباتو د معلوماتي کڅوړو د ویش بهیر پیل کړ، له نیکه مرغه تراوسه شپږ کسانو، د ښاغلي نورالحق علومي، انورالحق احدي، ښاغلي عنایت‌الله حفیظ، محمدحکیم تورسن، عظیم‌الله عظیمي او نورالرحمن لیوال په ګډون د انتخاباتو د کمیسیون له مرکزي دفتر څخه انتخاباتي کڅوړې ترلاسه کړي دي او ښايي زموږ یو شمیر نورو هیوادوالو هم چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په شرایطو برابر دي، په انلاین ډول دا کڅوړې ترلاسه کړي وي".

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه، چې د کاندیدانو د نوم‌لیکنې بهیر دولس ورځې دوام کوي او د انتخاباتو کمیسیون ورته بشپړ چمتوالی لري.

په ورته وخت کې د وفاق ملي حرکت مشر احمدولي مسعود د پنجشنبې په ورځ د یوې غونډې پر مهال په رسمی ډول د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د کاندیدۍ اعلان وکړ.

د دغه حرکت ویاند سید جواد خورشید امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې ښاغلي مسعود تراوسه خپل مرستیالان نه دي ټاکلي او په دې اړه په سلامشورو بوخت دی.

هغه زیاته کړه "د مرستیالانو موضوع یې یوه اندازه محرم وه، تراوسه له خپلو ډلو او د افغانستان له قومونو او ملیتونو سره په سلامشورو او تفاهم بوخت دی او ښايي د نوم‌‌لیکنې په ورځ، چې راتلونکې اونۍ ده، له خپلو مرستیالانو سره یوځای د ټولو کورنیو او بهرنیو رسینو په حضور کې خپل مشخص ټیکیټ اعلان کړي".

له دې وړاندې د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني او په هند کې د افغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي هم په رسمي ډول د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندیدۍ اعلان کړی دی.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو د مهالویش پر اساس، د کاندیدانو وروستی لیست د سلواغې یا دلوې میاشتې پر ۲۶مه نیټه اعلانیږي.

د دغه مهالویش له مخې، کاندیدانو ته د کمپاین لپاره دوه میاشتې وخت ورکړل شوی، چې د مرغومې له ۲۸مې څخه پیل او د ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل پر ۲۸مه پای ته رسیږي.

له هغې وروسته د وري پر ۳۱مه د جمهوري ریاست انتخابات ترسره کیږي او د غوایي یا ثور پر ۲۱مهد دغو انتخاباتو لومړني نتایج او د غبرګولي یا جوزا پر ۲۵مه وروستي نتایج اعلانیږي.

یو شمیر سیاسي ګوندونو دمخه په شفافه توګه د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د انتخاباتو کمیسیون او افغان حکومت ته یو لړ وړاندیزونه کړي او له هغوی څخه یې غوښتي، چې په دغو ټاکنو کې د هغوی وړاندیزونه په جدي ډول په پام کې ونیسي.

د رایې ورکوونکو د نوم‌لیکنې پر مهال، د هغوی د لسو ګوتو بایومتریک، د سترګو سکن او د انځور اخیستل، د رایې ورکولو او رایې شمیرلو پر مهال له ټکنالوژۍ څخه استفاده، د انتخاباتو د ورځې په پای کې د رایې ورکوونکو د شمیر نشرول، ګوندونو ته د انتخاباتو له ټولې پروسې څخه د موثر نظارت زمینې برابرول او انتخاباتي کمیسیونونو په اسنادو، طرزالعملونو او مدیرانو کې د اصلاحاتو راوستل د دغو ګوندونو مهمې غوښتنې دي.

دغو ګوندونو خبرداری ورکړی، که چیرې د دوی وړاندیزونه و نه منل شي، دوی به د موقت حکومت د جوړولو غوښتنه وکړي.