افغان حکومت:ترهګرو سره د ګاونډیانو غونډې وضعیت لا پیچلی کوي

طالبانو ویلي، چې د دغې ډلې مرکچي پلاوی راتلونکې اونۍ د پاکستان له صدراعظم سره ویني.

د افغانستان حکومت د راتلونکې دوشنبې په ورځ په اسلام‌آباد کې د طالب استازو او پاکستاني چارواکو د غونډې په اړه په ښکاره ډول څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی دی، چې له ترهګرو ډلو سره د هیوادونو غونډې په افغانستان او سیمه کې د وضعیت له سمولو سره مرسته نه کوي.

ټاکل شوې، چې د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو مرکچي پلاوی راتلونکې اونۍ د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په اسلام‌آباد کې وویني.

که څه هم د افغانستان حکومت تراوسه په دې اړه ښکاره غبرګون نه دی ښودلی، خو د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې دا ډول غونډې به وضعیت لاپسې پیچلی کړي.

هغه زیاته کړه "موږ هیله‌مند یو چې زموږ ګاونډیان او د سیمې هیوادونه له افغانستان سره دولت په دولت اړیکه ولري، که موږ له تروریستی ډلو سره اړیکه ونیوله، زه فکر کوم دا د وضعیت له ښه کیدو سره مرسته نه کوي".

طالبانو تیره ورځ په یو بیان کې ویلي، چې د دغې ډلې مرکچي پلاوی به د پاکستان په رسمي غوښتنه د روانې فبروري میاشتې په ۱۸مه نېټه، له امریکایې پلاوي او د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په اسلام‌آباد کې وویني.

په بیان کې راغلي، چې د طالبانو پلاوی به له ښاغلي خان سره په لیدنه کې، د افغانستان او پاکستان پر اړیکو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او سوداګرو پر ستونزو خبرې وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند ټینګار وکړ، چې یواځې د افغانستان حکومت د دې صلاحیت او مسوولیت لري، چې له هیوادونو سره څه ډول اړیکې وپالي.