افغانستان: د ټرمپ دریځ د مسلمانانو احساسات زیانمن کړي

افغان حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا ، د اسرائل د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندلو او دغه ښار ته د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت د انتقال د پریکړې په اړه ویلي، چې دغه اقدام د مسلمانانو احساسات زیانمن کړي او افغان حکومت له وړاندې، د ډیپلوماتیکو لارو څخه د هغه هېواد رهبرۍ ته خپلې ژورې اندیښنې رسولي دي.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې، په دې خوښي ښودل شوې، چې بیت‌المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال د پریکړې په وړاندې یوه نړیواله اجماع شته، چې د بیت المقدس په هکله یواړخیز تصمیم نه شي نیول کېدلی.

ارګ وايي، چې دغې مسلې ته باید د سولې په عمومي چوکاټ کې دایمي حل وموندل شي.

د ارګ په اعلامیې کې راغلي "نیول شوی تصمیم د نړۍ د ټولو مسلمانانو د احساساتو د زیانمن کېدو لامل شوی او په منځي ختیځ کې د سولې پروسه له خطر سر مخ کوي، له همدې امله په دې اړه د فلسطین له ګډون او د خپلواک دولت له حل لارې پرته هر یو اړخیز اقدام په مثبته پایله او دایمي حل لاره نه بدلېږي".

دا اعلامیه وايي، د ملي یووالي حکومت او افغان ولس د نړۍ له ټولو مسلمانانو سره د یو خپلواک دولت لرلو په موخه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د تامین غوښتونکي دي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په کابل کې خبریالانو ته وویل "کله چې له دغې پریکړې خبر شوم، ولسمشر او ما له ډیپلوماټیکو لارو څخه خپل نظر شریک کړ، خپلې اندیښنې مو شریکې کړې او خپل دریځ مو څرګند کړ، چې افغانستان له دغه ډول پریکړې سره موافقه نشي کولی".

د نړۍ د نورو اسلامي هیوادونو په څیر په افغانستان کې هم د بیت‌المقدس مسله ډیره مهمه او حساسه ده.

د افغان حکومت تر څنګ د ځینو پخوانیو مجاهدینو ډلو او طالبانو هم د امریکا د ولسمشر دغې پریکړې ته غبرګونونه ښودلي دي.

د پخوانیو مجاهدینو یو مشر استاد عبدالرب الرسول سیاف د ولسمشر ټرمپ پریکړه یوه ستره او تاریخي اشتباه بللې ده.

ښاغلي سیاف وویل "د هغه پر دې اقدام ټوله اسلامي نړۍ او ټوله بشري نړۍ خفه ده، ناراضه ده، حتی امریکا کې دننه خپله د امریکا ملت هم په دغې پریکړې ناراضه دي، موافق نه دي. خدای دې وکړي، چې په دې اړه بیا فکر وکړي... او د دې له ناوړو پایلو څخه په خپلو نویو دریځونو مخنیوی وکړي".

همداشان طالبانو په یوه اعلامیه کې د ولسمشر ټرمپ د پریکړې په اړه ویلي چې دا به په ټوله نړۍ په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې د شخړو اور ته د لمن وهلو لامل شي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په دغه استولې اعلامیې کې ویلي "اسلامي امارت په ټولو اسلامي هیوادونو او مسلمانو ملتو غږ کوي چې له بیت المقدس څخه خپل حمایت اعلان کړي او د فلسطین د مظلوم ولس د مشروع مبارزي ملا تړ وکړي".

دغه غبرګونونه وروسته له هغې ښودل کیږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې بیت‌المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توگه په رسمیت وپیژنده او د بهرنو چارو وزارت یې لارښونه وکړه، چې له تل‌ابیب څخه بیت‌المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو چارې پیل کړي.