ارګ: د پاکستان او طالبانو غونډه د سولې له بهیر سره مرسته نه کوي

افغان حکومت په اسلام‌آباد کې د پاکستاني چارواکو او طالب استازو ترمنځ لیدنې ته په غبرګون کې ویلي، چې دا ډول غونډې په افغانستان کې د سولې لامل نه کېږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ (تلې ۱۱/ اکتوبر ۳) خبریالانو ته وویل، چې د پاکستان او طالبانو وروستۍ غونډه د سولې له پروسې سره مرسته نه‌ شي کولی.

هغه زیاته کړه: "د سولې پروسه یواځې هغه وخت نتیجه ورکوي، چې د پروسې مالکیت او رهبري د افغانستان د دولت په لاس کې وي. په خواشینۍ سره چې طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکوي، زموږ په انتخاباتو کې یې، پر مختفو سیمو یې حملې وکړې، زموږ انتخابات یې وګواښل او لا هم د تاوتریخوالي روایت لري".

د ښاغلي صدیقي پر وینا، د افغانستان دولت لا هم د سولې پروسې ته د طالبان د ژمنتیا شاهد نه دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند ټینګار وکړ، چې افغان حکومت تل له پاکستان څخه غوښتي، چې په خپله خاوره کې د طالبانو او تروریستانو خوندي پناه‌ځایونه له منځه یوسي او د سیمې په امنیت کې مثبت رول ولوبوي.

هغه وویل: "په خواشینۍ سره چې د پناه‌ځایونو او مدرسو لویه برخه د پاکستان په خاوره کې ده".

ښاغلي صدیقي همدا شان وویل، د پاکستان صدراعظم عمران خان له افغان جمهور رئيس سره ژمنه کړې، چې په سیمه کې د امنیت د ټینګولو لپاره هڅه کوي، خو په عمل کې تر اوسه جدي اقدام نه دی کړی.

افغان حکومت په داسې حال کې د پاکستاني چارواکو او طالب استازو خبرې د سولې په بهیر کې بې‌ګټې بولي، چې په اسلام‌آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قُریشي او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي، د سولې د خبرو پر بیا پیلېدو ټینګار کړی دی.