افضلي: افغان حکومت له امریکا سره د کانونو تړون کوي

د افغانستان د شفافیت د څار اداره وايي، په داسې حال کې چې افغان حکومت د لویو او متوسطو کانونو د استخراج ظرفیت نه لري، خو غواړي چې له امریکا سره د کانونو د استخراج په برخه کې تړونونه وکړي.

د دغې ادارې مشر سیداکرام افضلي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې افغان حکومت په دې تړاو له ځینو امریکايي کمپنیو سره خبرې هم کړي او په نږدې راتلونکې کې به د دواړو لورو ترمنځ تړونونه هم لاسلیک شي.

ښاغلي افضلي پر حکومت نیوکه وکړه، چې له امریکا سره د کانونو د استخراج د تړونونو په اړه یې تر اوسه خلکو ته اطلاعات نه دي ورکړي.

هغه د دغو تړونونو د شفافیت په اړه اندیښنه وښوده او وې ویل "موږ د اوسني وضعیت په اړه جدي انديښنه لرو، ځکه چې د افغانستان طبعیي زیرمې د افغانستان د خلکو زیرمې دي او د افغانستان خلک حق لري پوه شي، چې افغان حکومت د افغانستان د خلکو په استازیتوب له بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول له امریکا سره څه ډول تړونونوه او په کومو شرایطو لاسلیک کوي او بالاخره په دغو قراردادونو کې به تر کومې کچې د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې ونیول شي".

ښاغلي افضلي زیاته کړه، چې افغانستان اوسمهال د کانونو د استخراج تړون ته تیار نه دی او له شفافیت او اصلاحاتو پرته په دې برخه کې هر ډول اقدام د افغانانو په زیان دی.

د شفافیت د څار ادارې مشر له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې له امریکا سره د کانونو د استخراج د تړون له لاسلیک وړاندې، د افغانستان له خلکو سره مشوره وکړي او ورته کافي اطلاعات ورکړي.

خو د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت چارواکي وايي، چې له امریکا سره یې د افغانستان د کانونو د استخراج په اړه خبرې نه دي کړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي امریکا غږ ته وویل، چې د قانون پر بنسټ له بهرنیو هیوادونو سره د کانونو د استخراج لویې پروژې د داوطلبۍ له لارې ترسره کیږي.

د ښاغلي مطفي پر وینا د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت په وروستیو کلونو کې په ظرفیت جوړونې او اصلاحاتو کار کړی او اوسمهال د لویو کانونو د تړون د مدیریت ظرفیت لري.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت دغه راز د کانونو په سکتور کې د اصلاحاتو او مدیریت د لارې نقشه جوړه کړې، چې د دغه وزارت د چارواکو پر وینا، جوړه شوې طرح به د کانونو د سکتور د ستونزو په لرې کولو کې او له کانونو څخه د ناسمې استفادې په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د امریکا د ۲۰۱۰ کال د سروې له مخې، د افغانستان د طبیعي زیرمو ارزښت ۱۰۰۰ میلیارد ډالرو ته رسیږي، خو د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت بیا په دغه هیواد کې د شاوخوا ۳۰۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د کانونو د موجودیت اټکل کړی دی.