ابراهیم الکوزی له 'دولت جوړونکي' انتخاباتي ډلې سره یو ځای شو

له دې مخکې شیدا محمد ابدالي او زلمی رسول هم د محمد اشرف غني په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ تیر شوي و.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید محمد ابراهیم الکوزي د چهارشنبې په ورځ (تلې ۳مه/سپټمبر ۲۵مه) په یوې غونډه کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړونکي" له انتخاباتي ډلې سره د یو کېدو اعلان وکړ.

ښاغلي الکوزي وویل، چې د "ملي ګټو لپاره" د خپلو دواړو مرستیالانو په ګډون د دولت جوړونکي له انتخاباتي ډلې سره یو ځای شوی دی.

هغه زیاته کړه: "ډېر خوشحاله یو چې له تاسره یو ځای شوو، هر وخت چې تا د افغانستان د ولس خدمت کوه موږ به دې په څنګ کې یو او که دې د ولس خدمت نه کوه، بیا مو لار درسره جلا ده".

تر دې مخکې ښاغلي الکوزي تر بل هر کاندید زیات، پر جمهور رئیس غني انتقادونه کول او هغه ته یې څو وارې هم د مناظرې بلنه ورکړې وه.

د ښاغلي الکوزي پر وینا، له یو شمیر نورو کاندیدانو سره یې هم خبرې روانې دي، ترڅو هغوی ته د محمد اشرف غني انتخاباتي ټکټ سره د یو ځای کېدو بلنه ورکړي.

دا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته درېیم کاندید دی، چې له اشرف غني سره یوځای کېږي. له دې مخکې شیدا محمد ابدالي او زلمی رسول هم د محمد اشرف غني په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ لاس په سر شوي وو.