'د المار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست طالبانو ته تسلیم شوی'

د فاریاب د پولیسو چارواکي وايي چې د دغه ولایت د المار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست طالبانو ته تسلیم شوی دی.

د فاریاب یوې امنیتي سرچینې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۱ (کب ۲۱) امریکا غږ ته وویل چې د المار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ سرپرست محمدامین پتنګ له خپلو سرتیرو سره لس ورځې د طالبانو په محاصره کې و.

سرچینې وویل: "تېره ورځ له غرمې وروسته محمدامین پتنګ خپلو سرتیرو ته وايي چې تسلیمېږو، خو کله چې دا وړاندیز یې د سرتیرو له خوا نه منل کېږي په پټه تښتي او طالبانو ته تسلمېږي".

د سرچینې په وینا محمدامین پتنګ له یو میل وسلې سره طالبانو ته تسلیم شوی دی.

نوموړی شاوخوا درې میاشتې وړاندې د المار ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ د سرپرست په توګه ګومارل شوی و.

د فاریاب د امنیتي چارواکو په وینا لا هم په المار ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري.

طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د المار ولسوالۍ د فاریاب د مرکز په ۲۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د دغه ولایت یو له ناامنو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.