استرالیا په افغانستان د خپلو پوځیانو احتمالي جنگي جرایم څیړي

په ٢٠٠٨ کال کې استرالیایي او بریتانوي ځواکونه د افغانستان د هلمند ولایت په یو کمپ کې

د استرالیا د پوځ څارونکې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د آسټرالیایي پوځیانو ممکنه جنگي جرایم څیړي او له خلکو غواړي چې که په دې اړه هر ډول معلومات ورسره وي، له دوی سره دې شریک کړي.

د استرالیا نشراتي شرکت یا ای بي سي د جولای په میاشت کې په افغانستان کې د آسټرالیا د ځانگړو ځواکونو په عملیاتو کې، د یو افغان هلک د وژنې پټول او همداشان ددغو قواو د پټو عملیاتو په هکله د سلگونو سري اسنادو د بربنډیدو رپوټ ورکړی و.

د رویترز اژانس وايي، د جمعې په ورځ د استرالیا د دفاعي ځواکونو عمومي مفتش په یوه اعلامیه کې وویل چې دوی د ٢٠٠٥ او ٢٠١٦ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د استرالیایي ځواکونو د ماموریت په ترڅ کې د وسله والو شخړو د قوانینو نه د احتمالي سرغړونو په اړه پلټنه کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی د هر هغه چا نه چې په دې هکله معلومات لري غواړي له دې تفتش سره مرسته وکړي.

استرالیا د ناټو غړې نه ده، خو د امریکا د متحده ایالاتو ټینگ متحد هیواد ی چې د ٢٠٠٢ کال راهیسې په افغانستان کې سرتیري لري.

د می په میاشت کې استرالیا یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو او نورو سخت دریځو پر ضد جگړې کې د مرستې لپاره د ناټو په مشرۍ ماموریت ته ٣٠ نور سرتیري استولي دي.

اوس په افغانستان کې ددې هیواد د سرتیرو شمیر ٣٠٠ تنو ته رسیږي.