برتانیه د روسیې ٢٣ دپلوماتان وباسي

د برتانیې حکومت وایي چې د روسیې ٢٣ دپلوماتان به وباسي. دا د سړې جگړې نه وروسته لومړنې ځل دی چې د برتانیې او روسیې اړېکې تر دې حده خرابې شویدي.

برتانیه د روسیې ٢٣ دپلوماتان د یو پخواني روسي جاسوس سرگي سکرپل او د هغه په لور د کیماوي حملې په غبرگون کې وباسي. په دغو دواړو باندې د مارچ په ۴ نیټه دغه کیمیاوي وژونکي دوایي استعمال شویده او هغوي دواړه تراوسه پورې په روغتون کې بستري دي. ډاکټران وایي چې د دواړو حالت جدي دی.

د برتانیې صدراعظمې ټریسا می د دغه کیمیاوي حملې تور د روسیې په ولسمشر ولادمیر پوتن لگولی دی. امریکا هم د برتانیې د دریځ ملاتړ کوي.

روسیه وایي چې هغوي په دغه پیښه کې هیڅ ډول لاس نه لري.

اغلي مې د روسیې حکومت ته د سه شنبې پورې مهلت ورکړېدی چې پدې اړه خپل دریځ وړاندي کړي چې روسیې څنگه دغه کیمیاوي دوا برتانیې ته رالیږلي ده.

په سکرپل باندې تور و چې د برتاینې د M16 لپاره یې جاسوسي کړیده. روسیې هغه ته په ٢٠٠٦ کال کې د جاسوسۍ په تور سزا ورکړه. سکرپل په ٢٠١٠ کې د امریکا او روسیې تر منځ د جاسوسانو د تبادلې د موافقې په اساس وبخښل شو.