پر ټرمپ له نیوکو وروسته د برتانیا سفیر استعفا وکړه

ښاغلي داروک پر ولسمشر ټرمپ نیوکې کړې وې

دمتحدو ایالتونو لپاره د برتانیا سفیر کیم داروک له خپلې دندې استعفا وکړه.

هغه د چهارشنبې په ورځ (جولاۍ۱۰) وویل چې پر ولسمشر ټرمپ له نیوکو او د هغه د غوصې له پارولو وروسته خپله دنده پرېږدي.

هغه په خپل استعفا لیک کې لیکلي دي "هاغسې چې زه غواړم، اوسنی وضعیت ماته د کار لپاره مناسب نه دی. زه فکر کوم چې په داسې یو حالت کې باید یو نوي سفیر ته ځای پرېښودل شي."

د برتانیا صدراعظمه تریسا مۍ وايي چې له سفیر سره يې د هغه د استعفا په اړه خبرې کړې دي. هغه وايي "ما هغه ته وویل چې د تاسف وړ خبره ده، خو لازمه ده چې هغه په واشنګټن کې د سفیر په توګه په خپله دنده پرېږدي. "

سفیر داروک لندن ته په استول شویو محرمو اسنادو کې د امریکا ولسمشر بې "کفایته" کس یاد کړی و. د لندن میل ورځپاڼې دا خبر خپور کړی و.

سفیر خپلو مشرانو ته لیکلي وو چې جمهور رئیس ټرمپ بې "منطقه، بې کاره او یو بې ثباته شخص" دی او حکومت يې غیرفعاله دی.

د سفیر تر استعفی یوه ورځ مخکې ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې له دې وروسته په واشنګټن کې د برتانیا له سفیر سره کاري رابطه نه ساتي. هغه د برتانیا سفیر " احمق" بللی و.