یو برتانیايي پروفیسور د افغانستان ۴۷ تاریخي سکې بیرته ورکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۷) وویل، چې یو برتانیايي پروفیسور، د افغانستان ۴۷ تاریخي سکې بیرته افغان حکومت ته سپارلي دي.

د دغه وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې دا سکې د باختري یونان او د کوشانیانو دورو پورې تړاو لري.

د هغه پر وینا، د تاریخي سکو یو برتانیايي متخصص پروفیسور مک‌ داوال، له دغو سکو څخه په خپلو شخصي تاریخي آثارو کې ساتنه کوله.

ښاغلي احمدي وویل "له دغو سکو څخه یې د انګلستان د دورهم پوهنتون په کورسونو کې د تدریس لپاره استفاده کوله... تیره ورځ یې دغه سکې د بهرنیو چارو وزارت فرهنګي ریاست ته وسپارلې او له دې لارې ملي موزیم ته وسپارل شوې".

ښاغلي احمدي زیاته کړه، دغه برتانیايي پروفیسور ویلي، چې په یادو سکو کې ۴۱ یې د سپینو او شپږ نورې یې د مسو دي او په ۱۹۷۴ عیسوي کال کې، د ګردیز ښار په شاخوا سیمو او خوست ولایت کې موندل شوي دي.

خو هغه وویل، چې د معلوماتو له مخې دا سکې د باختري یونان او کوشانیانو په دوره کې په کاپیسا ولایت کې جوړې شوې دي.

د افغانستان د ملي موزیم چارواکي د دغو سکو ترلاسه کول تائیدوي او وايي، چې د سپینو ۴۱ سکې د باختري یونان او د مسو ۶ سکې د کوشانیانو دورو پورې تړاو لري.

د دغه موزیم د آرشیف مرستیال یحیی محب‌زاده امریکا غږ – آشنا ته وویل "د کوشانیانو او باختري یونان له بډایه تاریخ څخه برخمنې دي او د همغو دورو د خاص هنري ارزښت درلودونکې دي".

د ښاغلي محب‌زاده پر وینا، دغه سکې په لندن کې د افغانستان سفارت او د ملي موزیم د هلو ځلو په نتیجه کې بیرته ترلاسه شوي دي.