عبدالله د شانګهای غونډه کې د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللی

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورځ (تلې/میزان ۱۹) د یو جیګ‌پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو په اولسمه غونډه کې د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللی دی.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون امریکا غږ – آشنا ته وویل، په دغه دوه ورځني سفر کې یو شمیر افغان چارواکي د اجرائیه رئیس ملتیا کوي او ښاغلی عبدالله به د افغانستان په استازیتوب په دغې غونډه کې وینا وکړي.

هغه زیاته کړه "هلته به د سیمه‌ييزو مسلو، له مخدره موادو سره د مبارزې، پاکستان کې د تروریزم د ځالو د له منځه وړلو او دغه را د تروریستان له ملاتړ څخه لاس اخیستل او یو شمیر نورو مسلو باندې خبرې کوي".

ښاغلي خوځون، له تروریزم سره ګډه مبارزه، د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا، د سوداګریزو اړیکو زیاتوالی او د افغانستان په مالکیت او رهبرۍ د افغان سولې له بهیر څخه د سیمې د هیوادونو د ملاتړ راجلبول، نور هغه مسایل یاد کړل، چې د افغانستان اجرائیه رظیس ورباندې د شانګهای په غونډه کې خبرې کوي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست د مرستیال ویاند پر وینا، ښاغلی عبدالله به د ټاپي په څیر د لویو اقتصادي پروژو په اړه، چې د سیمې د اتصال لامل کیږي، هم خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان اجرائیه رئیس د شانګهای د غونډې په څنډه کې د تاجیکستان له صدراعظم او د روسیې، چین، قزاقستان، قرغیزستان، بلاروس او هند له یو شمیر لوړپوړو چارواکو سره هم دوه اړخیزې لیدنې وکړي.

د شانګهای سازمان د غړو هیوادونو د مشرانو اولسمه کلنۍ غونډه، د جمعې په ورځ (تلې/ میزان ۲۰) د سیمې د وضعیت او د دغه سازمان د سیاستونو د ارزونې لپاره د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبه کې جوړیږي.