عبدالله برتانیا ته تللی چې د مرستو د زیاتولو غوښتنه وکړي

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان او برتانیا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او د دغه هیواد د مرستو د زیاتوالي پر سر، له برتانوي چارواکو سره د خبرو لپاره د چهارشنبې په ورځ لندن ته تللی دی.

د افغانستان اجرائیه ریاست په یو بیان کې ویلي، چې ښاغلی عبدالله به د دغه درې ورځني سفر پر مهال د برتانیې له لومړۍ وزیرې تریزا مې، شهزاده چارلز، بهرنیو چارو وزیر بوریس جانس، د نړیوالې پراختیا وزیر پیني‌لوپ ماري موردانت، د وسله‌وال پوځ په چارو کې د برتانیې د دولت وزیر مارک لنکستر، د برتانیې د ملي امنیت سلاکار مارک سیدول او د دغه هیواد له یو شمیر نورو ملکي او پوځي چارواکو سره، چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې، لیدنې وکړي.

په بیان کې راغلي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت او پراختیا، د افغانستان له خلکو او حکومت سره د برتانیې له مرستو څخه مننه او قدرداني، له تروریزم سره مبارزه، د افغانستان لپاره د برتانیې د پوځي او ملکي مرستو زیاتوالی او د افغانستان د وسله‌والو پوځ روزنه او تجهیز، د دغه سفر د بحثونو او مذاکراتو اصلي محور جوړوي.

اجرائیه ریاست دغه راز ویلي، چې ښاغلی عبدالله به په افغانستان کې د اقتصادي سوکالۍ او د فقر د کچې راکمولو، له راستنیدونکو او بې‌ځایه شویو کډوالو سره مرستې، د ملي یووالي حکومت پرمختګونو او اصلاحاتو، ښه حکومتوالي، له فساد سره مبارزه، د امنیت د ټینګولو او سولې ته د رسیدلو د لارو چارو موندلو او د سیمې په کچه د افغانستان د اړیکو او رول پر سر، له برتانیوي چارواکو سره خبرې وکړي.

د بیان له مخې، اجرائیه رئیس عبدالله به د خپل سفر پر مهال، د برتانیې په چتم‌هاوس کې او د وینچستر پوهنتون د دین، پخلاینې او سولې د مطالعاتو په مرکز کې، د افغانستان اړوند مسلو پر سر خبرې وکړي.