عبدالله په افغانستان کې د اوبو د کموالي په اړه خبرداری ورکړ

ښاغلي عبدالله د اوبو په بین المللي کنفرانس کې "اوبه د دوامداره پرمختیا لپاره" په هکله وینا وکړه

د افغانستان اجرائیه رئیس وویل چې د موجودو شمیرو په اساس د افغانستان نفوس د ٢٠٥٠ کال پورې دوه چنده کیږي او پدې هیواد کې به د اوبو ستونزې له پخوا څخه نورې هم زیاتې شي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله "اوبه د دوامداره پرمختیا لپاره" په نامه بین المللي کنفرانس کې په افغانستان کې د اوبو کموالي د مخ په زیاتیدونکې ستونزې په هکله خبر داری ورکړ.

دغه کنفرانس د اوبو نه د سمې گټې اخیستنې او د دوامداره پرمختیا لپاره د هغې د سم مدیریت په هدف د چارنشنبې په ورځ (جون ٢٠) د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کې جوړ شوی و.

ښاغلي عبدالله وویل "افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اوبو ډیره کمه ذخیره لري او اقلیمي بدلونونه په کې د واورو د ذخیرو د ویلي کیدو، وچکالۍ او د هوا د ککړتیا سبب شوي دي."

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د موجودو شمیرو له مخې د افغانستان نفوس ښایي تر ٢٠٥٠ کال پورې دوه برابره شي او پدې هیواد کې به د اوبو ستونزې نورې هم ډیرې شي.

دا پداسې حال کې دي چې افغانستان همدا اوس د اوبو له سخت کموالي سره مخامخ دی او د هیواد په ٢٢ ولایتونو کې وچکالي د خلکو ژوند گواښي او په کرهڼه یې سخته اغیزه کړې ده.

د ملگرو ملتونو سازمان د وچکاالي ځپلو لپاره د ١١٥ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

اجرائیه ریاست ویلي دي چې ښاغلی عبدالله به د دغه دوه ورځني سفر پر مهال د تاجکستان له ولسمشر امام‌علي رحمان او د دغه هیواد صدراعظم او د پارلمان رئیس قاهر رسول‌زاده سره هم په یو لړ مسلو بحث او خبرې وکړي.

اجرائیه ریاست ویلي "په دغه سفر کې د مخابراتو په برخه کې د همکاریو هوکړه لیک، د کانونو په برخه کې د همکاریو هوکړه او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د تاجکستان د جمهوریت د چارواکو ترمنځ ګډه اعلامیه لاسلیک کیږي او دواړه خواوې به د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو، ترانیزیت او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا او له تروریزم سره د ګډې مبارزې پر سر خبرې او بحثونه وکړي".

ټاکل شوې چې اجرائیه رئیس عبدالله د اوبو د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د ترکمنستان او پاکستان له ولسمشرانو سره هم لیدنې وکړي.

د افغانستان د کابینې یو شمیر غړي او د وزارتونو مرستیالان په دغه سفر کې د ښاغلي عبدالله ملتیا کوي.