پولیس وایي د برید لامل نه دی څرګند چې ترهګریز دی که جنايي، خو پلټنې روانې دي.
د متحدو ایالتونو د کلفورنیا په ایالت کې پولیس وایي چې په یوې میخانې او نڅای ځای کې یو سړي پر خلکو ډزې کړي او ۱۳ تنه يې وژلي دي، بریدګر هم د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.
د پولیسو یوه چارواکي جیوف دیان ویلي دي چې پېښه د چهارشنبې په شپه ناوخته (نومبر۷) د تاوزند اوکس په ښار کې وشوه، دا سیمه د لاس انجلس له مشهور ښار څخه ۶۵ کیلو مېتره لېرې ده.
ولسمشر ډونالد ټرمپ دا یوه دردونکې پېښه بللې ده او ویلي دي چې د دغې پېښې په اړه ورته پوره راپور ورکړل شوی دی.
I have been fully briefed on the terrible shooting in California. Law Enforcement and First Responders, together with the FBI, are on scene. 13 people, at this time, have been reported dead. Likewise, the shooter is dead, along with the first police officer to enter the bar....
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) November 8, 2018
ښاغلي دیان وویل چې په برید کې یو شمېر نور کسان ژوبل شوي هم دي، خو کره شمېره یې څرګنده نه ده.
ښاغلي دیان وویل چې د پېښې ځای ته تر ټولو مخکې يو پولیس رسېدلی و چې بریدګر پر هغه هم ډزې کړې وې او بیا په روغتون کې مړ شو.
ویل کېږي چې د برید پر مهال شاوخوا ۲۰۰ کسان په دغه صالون کې وو.
د بریدګر هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.