له انتخاباتي کړکېچ څخه د وتلو لپاره د کمېسیون هڅې

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون وايي، چې د جمهوري ریاست انتخاباتو د پروسې په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره د یکشنبې په ورځ د ډیسمبر په اتمه (لیندۍ ۱۷مه) له ټولو انتخاباتي اړخونو سره د رسنیو په حضور کې غونډه کوي.

د دغه کمېسیون یو ویاند علي افتخاري د پنجشنبې په ورځ د ډیسمبر په پنځمه (لیندۍ ۱۴مه) امریکا غږ ته وویل، په دې غونډه کې به یو ځل بیا د ټولو انتخاباتي مسایلو په اړه تخنیکي جزئیات د نړیوالو ناظرینو په حضور کې د کاندیدانو له استازو، سیاسي ګوندونو او ناظرینو سره شریک کړي.

هغه زیاته کړه: "غواړو له دې لارې ټولو خلکو ته ووایو چې کمېسیون د قانون خلاف هیڅ کار نه دی کړی او وبه‌یې نه کړي، نو کله چې موږ خپل کار د قانون او انتخاباتو اړوند طرزالعملونو په مطابق ترسره کوو، نو انتخاباتي شریکان دې هم د دې پر ځای چې په یو شمیر محلونو او ولایتونو کې (موږ ته د کار) اجازه رانکړي او په یرغمل کې یې ونیسي او د یو قانوني بهیر مخنیوی وکړي، هڅه وکړي چې راشي له پروسې سره همکار شي".

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د رایو تفتیش او بیا شمېرنه بشپړه کړې ده او د دغو ولایتونو د رایو په تړاو ټول معلومات یې د کمېسیون مرکزي سرور ته پورته کړي دي.

خو په اوو ولایتونو کې اعتراض کوونکو، د انتخاباتو کمېسیون د اقداماتو په غبرګون، چې دوی یې "سازمان شوې درغلۍ" یادوي د کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي او د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو د اعلان په وړاندې یې خنډ جوړ کړی دی.

له انتخاباتو څخه د څار بنسټونه، د روان کړکېچ د له منځه وړلو لپاره د انتخاباتو کمېسیون دا اقدام یو مهم فُرصت ګڼي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ (فیفا) مشر یوسف رشید، امریکا غږ ته وویل، چې د کمېسیون له دې اقدام هرکلی کوي، خو ټینګار یې وکړ، چې د دغې غونډې جوړښت باید داسې وي، چې د ټولو اړخونو د قناعت وړ مثبته نتیجه ترې واخیستل شي.

هغه زیاته کړه: "اول معترضینو ته وخت ورکړل شي، چې خپلې پوښتنې او د اعتراضي دلایلو موضوعات مطرح کړي او بیا کمېسیون د هغه د رفع کولو لپاره خپل کوم دلایل چې لري او پریکړې یې چې کړې دي او اسناد لري هغه مطرح کړي او په درېیم قدم کې بې‌طرفو او هغو کسانو ته چې په دې قضیه کې مستقیماً نفع نه لري، هغوی ته فُرصت ورکړل شي، چې حداقل خپل نظر وړاندې کړي، ترڅو دغه قضیه په همدې ځای کې خلاصه شي".

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون په داسې حال کې د جمهوري ریاست انتخاباتو د پروسې په وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره دا پرانیستې غونډه رابولي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست درېیو کاندیدانو عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت‌الله نبیل، د انتخاباتو کمېسیون د قانون له احکامو څخه په سرغړونې تورن کړ.

دغو کاندیدانو چې د چهارشنبې په ورځ د ډیسمبر په څلورمه د بندو دروازو تر شا غونډه درلوده، د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د انتخاباتو کمېسیون د غیرقانوني اقداماتو په وړاندې به ودرېږي.

خو د انتخاباتو کمېسیون وايي، چې دوی خپل ټول اقدامات د قانون او د انتخاباتو اړوند طرزالعملونوپه اساس ترسره کړي.