د نژادي تبعیض له کبله د جرمني د فوټبال مسلمان ستوري استعفی وکړه

مسوت اوزیل د ۲۰۱۸ کال د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې هم د جرمني لوبډلې کې و

د جرمني د فوټبال د ملي لوبدلې مسلمان ستوري مسوت اوزیل له هغه ورسته له نړیوالو لوبو استعفی وکړه چې د ترکیې له ولسمشر سره یې پر خپاره شوي تصویر کلک انتقادونه وشول.

اوزیل په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوال جام په ګټلو کې د جرمني په ټيم کې مهم رول ولوبوه او په ۲۰۱۸ کال کې هم د جرمني په لوبډلې کې و.

نوموړي په خپل ټویټر کې د جرمني د فوټبال د فدراسیون په چارواکو، د لوبډلې په مینوالو، مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو پر کارونکو کلک انتقادونه کړي.

هغه وايي د ترکي-رېښې او نژاد له کبله ورسره تبعیض کیږي. نوموړي په خپل ټویټر کې د یو ښي اړخ-جرمن سیاستوال خبرې خپرې کړې او ورسره یې لیکلي دي "په داسې حال کې چې له ماسره د نژادي تبعیض او نه درناوي احساس لرم، نور د جرمني لپاره نړیوالې لوبې نشم کولی. نژاد پالنه باید هېڅکله هم ونه منل شي."

اوزیل د ترکیې له ولسمشر سره تصویر واخیست او لوی سرخوږی یې ورته جوړ کړ

مسوت اوزیل د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خپل یو ګډ تصویر خپور کړی و. دوی شاوخوا دوه میاشتې مخکې په لندن کې لیدلي وو خو په جرمني کې یې ناندرۍ وپارولي.

د جرمني د فوټبال فدراسیون مشر رینهارډ ګرینډل د جرمني په لوبډلې کې ترک-جرمنان تورن کړل چې اردوغان ته اجازه ورکوي چې له هغوی سیاسي ګټه واخلي.

ځینو نورو سیاستوالو له لوبډلې د هغه د لېرې کېدو غوښتنه هم کړې وه.

خو مسوت وايي چې له ښاغلي اردوغان سره یې تصویر اخیستل کومه سیاسي انګیزه نلري بلکې هغه د خپلې کورنۍ د ټاټوبي یو سیاسي مشر ته درناوی کړی دی. جرمني او ترکیې ښه روابط نلري.