سولې شورا کابلوف ته: افغانستان کې خپل شخصي رقابتونه مه پالئ

روسیه تیره اونۍ د افغان سولې په تړاو د غونډې کوربه وو.

د افغانستان د سولې عالي شورا، د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، چې د افغانستان په مسله کې ښکېل هېوادونه دې دلته خپل شخصي رقابتونه نپالي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد، د سې‌شنبې په ورځ (لړم/عقرب ۲۲) د مسکو غونډې په اړه خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې ضمیر کابلوف د افغانستان د مسلې په تړاو رغنده څرګندونې نه کوي او له هغه څخه یې غوښتي چې په دې برخه کې خپل نظریات بدل کړي.

حاجي دین محمد

ښاغلي دین محمد زیاته کړه: "دوی «روسان» په دې سیمه کې ژوند کوي او له امریکایانو سره خپل رقابتونه او ستونزې لري، له همدې امله زموږ یوه غوښتنه هم دا وه، چې د روسیې په ګډون هر بل هېواد چې د افغانستان په سوله کې ګام پورته کوي، موږ یې هرکلی کوو، خو په دې شرط، کوم شخصي رقابتونه او سیمه‌ییز او نړیوال رقابتونه چې لري، دا د افغانستان په مسله کې ګډ نه کړي".

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا او ناټو د افغانستان د مسلې په حلولو کې پاتې راغلي دي او روسیه هڅه کوي، چې د افغان سولې په بهیر کې منځګړی شي.

دغه لوړپوړي روسي ډیپلومات په افغانستان کې د روان جنګ په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دا جګړه د روسیې او په منځنۍ آسیا کې د هغه د متحدینو ګټې ګواښي.

روسیه تېره جمعه د «لړم پر۱۸» د افغان سولې په اړه د یوې سیمه ییزې غونډه کوربه وه.

مسکو غونډه

په دغه غونډه کې د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د استازو تر څنګ د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوي او د طالبانو استازو هم ګډون کړی و.

روسیې ویلي یو چې له یادې غونډې څخه یې هدف د افغان سولې په اړه بین لاافغاني خبرو اترو ته لار پرانیستل دي.

سوله او د جمهوري ریاست انتخابات

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې د سولې د خبرو لپاره تر اوسه د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډولو په اړه له دوی سره خبرې نه دي شوي.

د سولې د شورا مرستیال حاجي دین محمد وویل، چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډولو په اړه به افغان ولس تصمیم نیسي.

خو هغه ټینګار وکړ: "هرڅومره چې د سولې خبرې راوړاندې شي او ورته لومړیتوب ورکړل شي، دا د افغانستان د ملت په خیر دی، په هغه صورت کې به انتخابات هم په ښه توګه دایر شي".

د ښاغلي دین محمد پر وینا، که د سولې د مذاکراتو لپاره د انتخاباتو ځنډولو ته اړتیا وي، لومړی به په دې اړه په سیاسي کچه بحثونه وشي او وروستۍ پرېکړه به د افغانستان ملت وکړي.

د سولې عالي شورا دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې والسټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، چې امریکا د افغان سولې په تړاو د روانو هڅو د بریالیتوب لپاره د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو د ځنډولو پر سر غور کوي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې دغه ټاکنې به پر خپل وخت تر سره شي او په دې برخه کې ځنډ د منلو وړ نه دی.