په هالنډ کې د اسلام د پیغمبر د کارتون سیالي لغوه شوه

په هالنډ کې اسلام ضد سیاستمدار گیرټ ولډرز د مرگ د گواښونو وروسته د اسلام د پیغمبر د سپکاوې په هدف په نومیر کې د کارتون جوړولو سیالي لغوه کړه

د دغه سیالۍ د اعلان نه وروسته مسلمانانو سخت عکس العمل ښودلی و او په پاکستان کې په بیلا بیلو ښارونو کې مظاهرې هم شوي وې.

هغه په یو لیکلې بیان کې وویل "د اسلامي تشدد نه د خلکو د خوندي ساتلو لپاره مې پریکړه کړیده چې دغه سیالي به و نه شي. "

وروسته د هغې چې ویلډرز د نومیر په میاشت کې د اسلام د پیغمبر د کارتون د جوړولو د یوې مسابقې اعلان وکړ، په پاکستان کې د تحریک لبیک مذهبي ډلې لاریون پیل کړ او د حکومت نه یې وغوښتل چې د هالنډ سفیر دې وشړي.

په هاگ کې یو ٢٦ کلن پاکستانې شخص هغه وخت ونیول شو چې هغه په خپل فیس بک د ولډرز د وژلو هوډ وکړ.

د اسلام د پیغمبر انځورونو جوړول په اسلام کې منع دي او مسلمانان یې سخت بد گڼي.

ولډرز په خپل لیکلي وینا کې وایي چې یواځې هغه نه خو ټول هالنډ د گواښ سره مخ دی.

د هالنډ حکومت د کارتون د سیالۍ په اړه ویلي و چې دا د ولډرز شخصي عمل دی او ورسره هیڅ تړاو نلري.