صیاد: په ۸۰٪ مرکزونو کې رایې شمیرل شوي

د انتخاباتو کمیسیون وايي، په پاتې مرکزونو کې د رایې د شمیرلو لړۍ دوام لري.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې د افغانستان په کچه په ۸۰ فیصده مرکزونو کې رایې شمیرل شوي او هم‌مهاله له ولایتونو څخه کابل ته د حساسو انتخاباتي موادو او د رایې د صندوقونو انتقال پیل شوی دی.

د دغه کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ (تلې/میزان ۲۹) خبریالانو ته وویل، په هغو مرکزونو کې رایې شمیرل شوې نه دي، چې تیره ورځ په ځنډ پرانیستل شوي وو او د رایې ورکولو بهیر په کې د شپې تر اتو بجو دوام درلود.

هغه زیاته کړه "اتیا فیصده مرکزونو کې، په مرکز او ولایاتو کې شمیرنه هملته شوې ده، نتایج یې مرکز ته ورو ورو رارسیږي، چې اکثره یې رارسیدلي دي، له شلو فیصدو څخه په کمو مرکزونو کې، هغه هم د ناظرینو په مشوره او د امنیتي قواو په همکارۍ شمیرنې سهار پیل شوي دي، په څو ساعتونو کې به پای ته رسیږي او مرکز ته به یې ریپوټ ورکول کیږي".

ښاغلي صیاد وویل، چې د رایې د شمیرلو په بهیر کې د شفافیت لپاره، دغه چاره د ناظرینو په موجودیت او همکارۍ ترسره شوې ده.

ښاغلي صیاد دغه راز وویل، چې له ولسوالیو څخه د ولایتونو مرکزونو او بیا کابل ته د حساسو انتخاباتي موادو او د رایې د صندوقونو انتقال هم پیل شوی دی.

د انتخاباتو د کمیسیون مشر، د تلې په اته ویشتمه د تړلو مرکزونو پړه پر ښوونکو واچوله، چې پر وینا یې هغوی ته یې د بایومتریک سیستم په اړه روزنه هم ورکړې وه، خو دوی د انتخاباتو په ورځ مرکزونو ته حاضر شوي نه وو.

د درغلیو او سرغړونو په اړه شکایتونه

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د رایې ورکولو د بهیر له پیله تر اوسه د انتخاباتي سرغړونو او درغلیو په اړه زرګونه شکایتونه او ستونزې ثبت شوې دي.

د دغه کمیسیون ویاند علي‌رضا روحاني د یکشنبې په ورځ (تلې/میزان ۲۹) خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې ۵۵۴۷ شکایتونه او ستونزې ثبت شوي، چې تر ټول زیات یې په کابل او هرات کې دي.

د دغه کمیسیون د ارقامو له مخې په کابل کې د ۱۷۰۰ او په هرات کې د ۶۴۹ شکایتونو او ستونزو په تړاو ریپوټونه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته رسیدلي دي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په غور، نورستان او پکتیکا ولایتونو کې د انتخاباتي سرغړونو او درغلیو په اړه ریپوټ نه دی ورکړی.

ښاغلي روحاني ټینګار وکړ، چې د انتخاباتي جرمونو او سرغړونو په تړاو د ریپوټونو د ثبت لپاره ۴۸ ساعتونه پاتې دي او له خلکو څخه یې وغوښتل، چې د رایې ورکولو په بهیر کې د درغلیو، سرغړونو او انتخاباتي جرمونو په تړاو خپل شکایتونه له کمیسیون سره ثبت کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد وویل، چې اکثره درغلۍ او سرغړونې د سیمه‌ييزو زورواکانو له خوا شوي او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه کې ټولې انتخاباتي سرغړونې او درغلۍ به په دقیق ډول وڅیړل شي.