ننګرهار کې د "داعش پاکستانۍ کورنۍ"تسلیم شوې- چارواکي

دا کورنۍ په ننګرهار کې رسنیو ته هم وښودل شوه

په ننګرهار کې چارواکي وایي "د داعش دوه پاکستاني غړي له دریو مېرمنو او نهه ماشومانو" سره حکومت ته تسلیم شول.

چارواکي وایي دغه کسان د ننګرهار ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د دغو کسانو د تسلیمېدو په مراسمو کې خبریالانو ته وویل چې دغو پاکستاني وسله والو له تېر یونیم کال راهیسې له خپلو مېرمنو او اولادونو سره اچین ولسوالۍ کې ژوند کاوه.

هغه وویل"د داعش دا دوه غړي چې د پاکستان د پنجاب اوسېدونکي دي او اچین ولسوالۍ کې اوسېدل د دریو مېرمنو او نهو ماشومانو سره یو ځای ملي امنیت ته تسلیم شوي دي او دا به د خپلو مراجعو له لارې پاکستان ته تسلمېږي."

په تسلیم شویو کسانو کې اکثره یې له دوو میاشتو نیولې تر دولس کلنۍپورې عمرونه لري.د دغې کورنۍ یو غړی چې خپل نوم محمد صدیق ښيي په پنجابي ژبه خبرې کولې.

هغه رسنیو ته یې وویل "موږ ته هلته ( پاکستان کې) ویل کېدل چې په افغانستان کې اسلامي خلافت د ناټو او امریکا پر وړاندې جهاد کوي، خو کله چې موږ دلته راغلو، یوه ورځ هم نه په ناټو جګړه وه او نه په امریکایانو، ځکه نو موږ هم له دغې ډلې لاس واخیست او ترې راغلو."

محمد صدیق په پنجابۍ ژبه له رسنیو سره خبرې وکړې

په تسلیم شویو کې دوی کس یې محمد صوفیان نومېږي چې تقریبآ ۲۰ کلن دی. هغه خبریالانو ته وویل "زه زما اوښی، زما مور دوې خویندې واړه ورونه او خورینه مې یو نیم کال مخکې راغلي وو. یو ورور مې اچین کېجنګ کې ووژل شو او موږ نور پاتې یو. موږ اوس غواړو چې بېرته پاکستان ته لاړ شو او عادي ژوند وکړو."

هغه وویل" ما هلته په یوه فابریکه کې کار کاوه، یو کس به راتلو او راته به یې ویل چې افغانستان کې جهاد دی، بس موږ هلته خپل کور خرڅ کړ او راغلو دلته."

د ننګرهار د ولایت مطبوعاتي ټیم د دغې کورنۍ یوه ویدیو هم خپره کړې ده چې په چادریو کې پټې مېرمنې او ورسره واړه ماشومان او یو مشر سړی لیدل کیږي.

دا لا معلومه نه ده چې دغه کورنۍ څنګه ملي امنیت تسلیم شوي دي.

دا هم معلومه نه ده چې دغې کورنۍ تر فشار لاندې اقرار کړی که په خپله خوښه. د داعش ډله چې د ننګرهار له شینوارو یې د فعالیت خبرونه ورکول کیږي، لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

افغان حکومت تل پر پاکستان تورنوي چې په خپلې خاورې کې یې ترهګر پالي ساتي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره استوي. خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.