د قدس ځواکونو مشر: امریکا ایران خبرو ته مجبوروي

د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو قوماندان ویلي دي چې لویدیځ او په خاص ډول متحده ایالتونه غواړي د اقتصادي فشارونو له لارې ایران خبرو ته اړ کړي.

د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني د ایران د فارس خبري اژانس ته ویلي "زموږ خلک هوښیار او په دې باور دي چې په اوسنیو شرایطو کې له دښمن سره مذاکره، د تسلیمۍ په مانا ده او موږ دغه ذلت ته نه تسلیمیږو."

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸م کې له ایران سره د شوي اتومي تړون څخه ووت او پر تهران یې اقتصادي بندیزونه ولګول. په یو تازه اقدام کې واشنګټن له ایران څخه د تیلو پلورونکو هیوادونو استثنا هم ختمه کړه.

امریکا ایران په منځني ختیځ کې د ترهګرو په پاللو او روزولو تورنوي او وايي چې د ایران د بالستیکي میزایلو پروګرام د ملګرو ملتونو دا امنیت د شورا د پرېکړو خلاف دی.

واشنګټن وايي پر تهران به تر هغه فشارونه وي تر څو چې یې خپله تګلاره بدله کړې نه وي او لویدیځ سره یې خبرو ته غاړه نه وې اېښي.

پر ایران د امریکا د اقتصادي بندیزونو له کبله د ایران پولي واحد، ریال، په نړیوالو بازارونو کې د نورو اسعارو په وړاندې ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي. د پول نړیوال صندوق وايي د ایران اقتصاد ۳.۹سلنه لویدلی او انفلاسیون په کې تر ۴۰سلنې پورې زیاتېدی شي.

څو کاله مخکې د امریکا په ګډون د نړۍ سترو ځواکونو له ایران سره اتومي تړون لاسلیک کړ، د تړون له مخې پر تهران لګول شوي اقتصادي بندیزونه لېرې کېږي او په بدل کې به یې دغه هېواد اتومي پروګرامونه دروي.

خو ولسمشر ټرمپ وايي چې په تړون کې ډېرې تشې شته او تړون تر ډېره د هغه په باور د ایران په ګټه دی. هغه له دغه تړون څخه ووت.