امریکا د ایران سیلاب ځپلو سره مرستو ته تیاری وښود

په خوزستان ولایت کې سیلاب

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران په وروستیو سیلابونو کې د تاواني شویو خلکو سره همدردي او د قربانیانو کورنیو سره یې غمشریکې کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه وینا کې د نړیوالو مرستندویه سازمانو سره یوځای او په مستقیمه توگو د ایران خلکو ته د مرستو د رسولو خبر ورکړ.

ښاغلي پمپیو ویلي دي "د امریکا متحده ایالات د سره صلیب د نړیوال فدراسیون او د هلال احمر د ټولنو سره په مشارکت مرستو رسولو ته تیار دي چې د ایران د هلال احمر له لارې پیسې مصیب ځپلو ته انتقال کړي".

‌ښاغلي پمپیو پدغه وینا کې رامنځ ته شوی وضعیت د ایران د رژیم "د ښاري پلانونو او د بېړنیو شرایطو سره د مقابلې" په هکله ناسالم مدیریت گڼلی دی.

خو له دې دمخه د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپل ټویټر پاڼه لیکلي وو "د امریکا زیات

فشار د ایران د هلال احمر د هڅو خنډ شوی دی چې د بیساري سیلابونو ځپل شویو ټولنو ته مرسته ورسوي".

ویجاړونکو سیلابونو ددې هیواد څه دپاسه ١٥ ولایتونه ځپلي دي او تر اوسه د ٥٧ کسانو د وژل کیدو او د ۴٧٨ تنو د ټپي کیدو سبب شوي دي.

د ایران د بېړنیو حالاتو ادارې ویلي دي چې د ځاني مرگ ژوبلې سربیره دغو سیلابونو پراخ مالي تاوانونه هم اړولي دي.

ددغې ادارې ویاند مجتبی خالدي د ایران د ایرنا خبري اژانس ته ویلي چې د وروستیو سیلابونو ډیر زیات تاوان د شیراز ولایت ته رسیدلی دی.