ایران شیعه افغانان او پاکستانیان د سوریې جگړې ته استخداموي

د رپوټونو له مخې ٦٠٠٠ شیعه مذهبه افغانان او په سلگونو پاکستانیان د ایران له خوا د سوریې جگړې ته استخدام شوي دي

د ترهگرۍ په وړاندې د مبارزې چارواکي او څیړونکي وایي چې ایران د افغانستان او پاکستان په زرگونه شیعه مذهبه د کور، شپږ سوه ډالره میاشتني معاش او د بیرته راتلو وروسته د کار د زمینې په پلمه سوریې استولي چې د بشارالاسد د ځواکونو تر څنگ وجنگیږي.

په امریکا کې میشت د دموکراسۍ د څیړنیز بنسټ د ایران د چارو ی کارپوه، امیر توماج ویلي چې شاوخوا شپږ زره افغانان د فاطمیون په لیوا کې او په سلگونو پاکستانیان د زینبیون په لیوا کې د بشارالاسد له پوځیانو سره اوږه په اوږه جنګ کوي.

د پاکستان یو استخباراتي مقام د اسوشیتد پرس اژانس ته ویلي دي چې په دې هیواد کې د سوریې جگړې ته جلب و جذب کوونکي په عمومي توگه شیعه ملایان دي د ایران سره اړیکې لري او په قـُم او مشهد کې یې زده کړې کړې دي.

په واشنگټن ډي سي کې یو بل څیړونکی نادرعلي وایي د سوریې جگړې ته استخدام شوي افغانان او پاکستانیان همداشان کیدای شي په راتلونکې کې په سیمه کې د ایران د نفوذ د پراخولو لپاره نیابتي ځواک واوسي.

په افغانستان او پاکستان کې د ترهرګرۍ ضد چارواکو اندېښنه ښودلې چې دغه جنګیالي به خپلو هېوادونو ته په بیرته ستنیدو ګډوډي جوړه کړي.

د سوریې په جګړو کې د سیمې د شیعه جنګیالیو له حضور نه د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه ای هم ستاینه کړې ده.

په تیر یو کال کې چې د سوریې په جگړه کې د افغانانو د گډون په اړه رپوټونه خپاره شوي په افغانستان کې د داعش له خوا په منظمه توگه پر شیعه گانو او د هغوی پر جوماتونو باندې حملې شوې او زیات کسان په وژل شوي او ټپي شوي دي. ددغو پیښو یوه وروستۍ یې په خیرخانه مینه کې د امام زمان په حسینیه جومات باندې برید و چې لږ تر لږه ٢٨ کسه په کې ووژل شول او ٥٠ تنه ټپیان شول.

په امام زمان جومات باندې په برید کې ٢٨ تنه ووژل شول او ٥٠ تنه ټپیان شول

له بلې خوا د افغانستان د یو شمیر شیعه مذهبو په اند په اړوند د ایران اقدام موجه نه دی.

په کابل کې د یو رستوران مالک محمد نعیم، چې پخپله هم شیعه مذهبه دی د ایران له حکومت نه یو ډیره ساده او څرگنده هیله لري او هغه دا چې "لطفاً افغان ناداره خلک د سوریې جگړې ته مه استوئ، ځکه داعش په مستقیمه توگه په شیعه مذهبو بریدونه کوي."

د ایران د چارو د کارپوه ښاغلي توماج، په وینا ایران په ډیرو مواردو کې ایران په پاکستان کې هغه شیعه مذهبه استخداموي چې د پاړه چینار په سیمه کې اوسیږي.

په همدې دلیل پاکستان هم د ایران د حکومت له دې چلند نه په امان کې نه دی، ځکه د داعش سخت دریځه په هغه هیواد کې پر شیعه مذهبو باندې مرگوني بریدونه کړي دي.

یواځې د جون د میاشتې په دوو وروستیو بریدونو کې چې په پاکستان کې پر شیعه مسلمانانو وشول شاوخوا ٧٠ تنه ووژل شول، دغه برید په ټول پاکستان کې اعتراضونه راوپارول.

یو پاکستانني استخباراتي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې ایران د پاکستان د گیلگیټ او بالتستان د سیمو نه شیعه مذهبو استخداموي.

د ایران د حکومت له لورې د افغانانو د استخدام په اړه د څو رپوټونو سره سره افغان مقاماتو تر اوسه په څرگنده په دې هکله خپل موقف نه دی بیان کړی.

خو امریکایي پوځیانو په وار وار ویلي دي چې تهران په افغانستان کې له یاغیانو ملاتړ کوي او په ځنو حالاتو کې هڅه کوي چې په افغانستان کې مذهبي اختلافونه وپاروي، دغه ادعاوی د ایراني مقاماتو له لورې رد شوې دي.

اقتصادی عامل

په لندن کې د ایران او عرب د څیړنو د مرکز د کارپوه علي نوري زداه په څیر یو شمیر کارپوهان په دې باور دي چې د ایران حکومت په ځانگړې توگه سپاه پاسداران انقلاب اسلامي په هغه هیواد کې د میشتو افغان مهاجرو د بد اقتصادي وضعیت نه ناوړه استفاده کوي او هغوی یې د سوریې جگړې ته لیږلي دي.

د نوري زاده په وینا "افغان ځوانان چې په ایران کې له بیکارۍ، فشار، نژادي او مذهبي توپیر سره مخامخ دي ددې محیط نه د خلاصون لپاره یې پرته له دې چې سوریې ته لاړ شي بله چاره نه درلودله."

د ښاغلي نوري زاده په وینا د ایران حکومت هغو افغانانو ته چې د سوریې جگړې ته استخدامیږي د میاشتني معاش تر څنگ د وژل کیدو په صورت کې د وینې د بیې په توگه د هغوی کورنیو ته ١٢ زره امریکایي ډالر ورکوي.

له مذهب نه ناوړه استفاده

ښاغلی نوري زداه وایي د ایران حکومت د افغانانو د مذهبي احساساتو نه سو استفاده کوي او هغوی ته یې ویلي دي چې دغه جنگیالي د امام علي د لور حضرت زینب د زیارت د ساتنې لپاره د هغو دښمنانو پر وړاندې جگړه کوي "لکه یزید".

په دې ترڅ کې د افغانستان د ولسي جرگې غړي محمد نعیم لالي حمیدزي د امریکا غږ سره په مرکه کې تائید کړې ده چې په ایران کې میشت په زرگونو افغان مهاجر نه یواځې دا چې د سوریې جگړې ته استول شوي بلکه د عراق او یمن جگړو ته هم استول شوي دي چې "په سلگونو کسان یې وژل شوي او یا هم نیول شوي" هم دي.

ښاغلی حمیدزی وایي که افغان مهاجر د سوریې جگړې ته له تللو ډډه وکړي د ایران د حکومت له خوا د هغه هیواد نه ایستل کیږي او په عین وخت کې "د تفغان مهاجرو کورنۍ د سپاه پاسداران اسلامي په منگلو کې گروې" دي.

په تیرو شاوخوا څلورو لسیزو کې په میلیونونه افغانان د پرله پسې جگړو او اقتصادي فقر له وجې پاکستان او ایران ته مهاجر شوي دي.

د کارپوهانو په اند ایران یواځنی هیواد نه دی چې د افغان مهاجرو نه یې په جگړو کې استفاده کړې ده، دمخه او اوس هم پاکستان افغان مهاجرو نه د کشمیر په جگړې کې ناوړه استفاده کوي.